ایران په سیمه کښې په سولې او ثبات پسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101374-ایران_په_سیمه_کښې_په_سولې_او_ثبات_پسې_دی
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په ټویټر پاڼه کښې د یمن او د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د عمومي منشي له استازیو سره خپلې خبرې ګټورې وبللې او ټینګار یې وکړ ایران په سیمه کښې د سولې او د ثبات هڅه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 08, 2021 23:54 Asia/Kabul
  • ایران په سیمه کښې په سولې او ثبات پسې دی

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا په ټویټر پاڼه کښې د یمن او د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د عمومي منشي له استازیو سره خپلې خبرې ګټورې وبللې او ټینګار یې وکړ ایران په سیمه کښې د سولې او د ثبات هڅه کوي .

جواد ظریف په تهران کښې  د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ژان ارنو او د یمن په چارو کښې د عمومي منشي له ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس سره د پرون ورځې کتنو ته په اشارې سره په ټویټر پاڼه کښې ولیکل د سولې بهیرونه باید د افغانستان او د یمن له ټولو خلکو سره وي  او له هیڅ خارجي او د غوښتنې له ورتپلو پرته وي .

جواد ظریف د افغانستان او د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د عمومي منشي له استازیو سره د خپلو خبرو  په ګټور بللو سره وویل ایران تل په سیمه کښې د سولې او د ثبات د ټینګولو  کوشش کوي .

د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې او د نړۍ د یوه(۱) اغیز شیندونکي هیواد په توګه تل د سیاسي خبرو له لارې  د یمن او د افغانستان د کړکیچ په شمول د سیمې د ټولو کړکیچونو د حل کولو کوشش کوي .