د ایران انتخابات د امنیت په سیوري کې ترسره کیږي
ټاکل شوې ده ،د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ ددیارلسم پړاؤ انتخابات د غبرګولې په اته ویشتمه یا د جون دپه اتلسمه نیټه ترسره شي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د کورنیوچارو وزارت د انتخاباتو د کمیشن مشر جمال عرف نن سهار په خبري کنفرانس کې د ایران د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو دترسره کیدا لپاره د شوو وروستیو اقداماتو په بیانولو سره ، ددغو انتخاباتو د امنیت په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې وئيلي ، له نیکمرغه تر دې دمه دانتخاباتو دګډوډولو لپاره هیڅ ډول امنیت ضد مورد نه دی راپور شوی .
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو دکمیشن مشر وئيلي ،دنظرسنجۍ مرکزونو په انتخاباتو کې دګډون اندازه له اوه دیرشو تر اوه څلویښت فی صدو پورې اټکل کړې ده . هغه همداراز د دې خبرې په کولو سره چې په درستې نړۍ کې د رایو داخستنې څه دپاسه څلورنیم سوه صندقونه تیار شوي دي ،روښانه کړې ، د کینیډا حکومت نه ده منلې په دغه هیواد کې انتخابات ترسره شي او د دنیا په نورو یو سل یو هیوادونو کې دایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو په باب له دیره ایرانیانو راي اخستل کیږي .
عرف وئيلي ، په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیداپه باب دراي اخستنې اوه شپیته زره صندقونه بیّل شوي دي . او په دغو انتخاباتو کې د شرائط لرونکو تعداد نهه پنځوس میلیون درې لکه لس زره او درې سوه لس کسان ښودل شوی دی .
ټاکل شوې ده ،د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ ددیارلسم پړاؤ انتخابات د غبرګولې په اته ویشتمه یا د جون دپه اتلسمه نیټه ترسره شي .