د دیناپه لویدیځي سیموکې د ایران دسمندري بیړیو شتون مهم کاردی
د ایران دنا نومۍبشپړایرانۍ بیړۍ او شاهین نومې ماین شنډونکي کشتۍ د ایران د اسلامی جمهوریت په فرمان سره او په ویډیوئي کنفرانس کې د ا یران د لوي درستیز او دفاعي چارو د وزیر او نورو لوړپوړو سیاسی او پوځي چارواکو په شتون سره نن په بندرعباس کې د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ سمندري ځواک دبیړیو یونټ سره یوځاي شوې .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، دا یران د پوځ لوي درستیز سردار تورن جنرال عبدالرّحیم موسوي نن د ماینونو شنډونکي شاهین نومې بیړۍ او دغه راز ددنا جنګي بیړۍ پوځ ته دسپارلو په دستورو کې ووئیل ، په وروستیو پنځلسو کلونو کې دایران دپوځ سمندري ځواک له عمانه تیر شوی او د هند سمندر ، باب المندب او عدن خلیج او دغه ر از د سره سمندر او ددنیا ختیځي سیمو سیّل کړی دا دی اوس توانیدلی،اطلس سمندر ته هم رسیدلی او څوارلس زره کلومیټر لیرې سیمې هم په دې وخت کې د مونږ تر څارنې لاندې دي او په دغه سفر کې هیڅ ډول مشکل او خنډ نه دی رامینځةشوی او له دې وروسته به هم هیڅ مشکل او خنډ ونه لرو.
همداراز په دغو دستورو کې د ایران د پوځ دسمندري ځواک قوماندان امیر البحر حسین خانزادي هم پخپلې وینا کې وئيلي دي ، دایران وسلې د ایران دسمندرونو او د شاوخوا سمندرونو امنیت تضمین او پیاوړی کړی او دسیمې او نړۍ لپاره ئې سیمه ایزه غږملتیا او ډله ایز سمندري امنیت ډالۍ کړی دی . دا یران دسمندري ځواک په ځان بسیا ینه او د پوځي توان تولید د درستو ایرانیانو او ځاي امنیت دپیاوړتیا او غښتلتیا لپاره دی .