د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ نیکې هیلې ومنئ نن به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله کوو چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .
یو(۱) سرزوری او قاتل صهیونیسټي سیاستوال نفتالي بنت د اسرائیلو نوی لومړی وزیر شو .
هغه هم د پخواني لومړي وزیر نتانیاهو په شان یو (۱) نیواکګر سرزوری دی چې په ځلونو یې د عربانو او د مسلمانانو په وژلو ویاړ کړی دی .
د میانمار واکمن پوځي ګوند د هیواد د پخوانۍ مشرې میرمن «انګ سان سوچي »محاکمه پیل کړه .
انګ سان سوچي چې د میانمار د مسلمانانو په عام وژلې کښې لاس لري د سولې د نوبل جایزه هم ګټلي ده .
د عراق په پلازمینې بغداد او څلورو (۴) جنوبي ولایتونو کښې د امریکا په نیواکګرو عسکرو او د هغوې په لاجیسټیکي کاروانونو باندې بریدونه وشول .
د لږکیو په تیره بیا د تورپوستو پرضد د امریکا د پولیسو په تاوتریخوالي باندې د اعتراضونو په بهیر کښې یوه (۱) سپین پوستي ډرائیور په ګاډې سره په اعتراض کونکو حمله وکړه او یوه (۱) ښځه یې ووژله او یو (۱)سړی یې هم ژوبل کړ .
د جي اوه (G7) ډلې د وروستۍ غونډې بیانیه په روسیې او چین باندې نیوکو سره پاې ته ورسیده .
امریکا او لویدیځ هیوادونه د دنیا په لومړیو قدرتونو باندې د چین او د روسیې په بدلیدا سخت اندیښمن دي .
د افغانستان عسکرو په غور ولایت کښې له تولک ، په هرات ولایت کښې له اوبه او په فراه ولایت کښې له «لاش جوین »ولسوالیو شاتګ وکړ او طالبانو دغه سیمې ونیولې .
په قندوز ولایت کښې خان اباد ، په سرپل ولایت کښې صیاد ولسوالۍ هم طالبانو نیولي دي .
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس په مدیترانې سمندرګي کښې د پناه غواړو د ناوړه حالت په هکله خبرداري سره وویل دغه سمندرګی د پناه غوښتونکو او مهاجرینو په قبرستان بدل شوی دی .
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د روغتیا وزارت ویاند په خپل هیواد باندې د سعودي عربستان د ائتلاف حملو او په کامل ډول د کلابندۍ د غمیزناکو نتیجو د بیانولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ د دغه کلابندۍ په وجه هرکال اته زره (۸۰۰۰) ښځې او په هرو پینځو (۵) دقیقو کښې یو(۱) ماشوم مړ کیږي .
د اسټکلهم د سولې موسسې په یوه (۱) راپور کښې په بیلابیلو هیوادونو کښې د اټومي وسلو د نوي کولو په بهیر اندیښنه څرګنده کړه .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .
()
«روداد» ټیلي ويژن د عراق په شمال کښې په کردستان سیمه کښې د «پي کی کی» ډلې او د ترکیې د پوځیانو ترمینځ د نښتې او د ډزو خبر ورکړ .
د امریکا د مشرانو جرګې غړیو یوځل بیا په ولسمشر بایډن غږ وکړ د سعودي عربستان لخوا د یمن د کلابندۍ د ختمولو لپاره سمدستي او پریکنده تدبیرونه غوره کړي .
د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي« شیخ نبیل قاووق »د فلسطین او د لبنان د مقاومت ډلو ترمینځ ملګرتیا سټراټيژیکه وبلله او ویې ویل دغه ملګرتیا د صهیونیسټ رژیم لپاره په خپسکې بدله شوي ده او دغه رژیم په توغندیو سره کلابند شوی دی .
د امریکا د پوځ مرکزي قومدنۍ سینټګام وویل له افغانستان څخه په امریکا باندې د حملې په بڼه کښې په افغانستان کښې د امریکا د بیا پوځي اقدام احتمال شته .
د عراق حزب الله ډلې خبرداری ورکړ که چیرې امریکا خپل پوځيان ونه باسي واشنګټن به له ناڅاپه پیښې سره مخامخ کړي .
د صهیونیسټ رژيم د جنایتکار لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دولس (۱۲) کلن حکومت پاې ته ورسید او بل سر زوری او قاتل نفتالي بنیت نوی لومړی وزیر شو .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ولیکل د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ ، د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اردن په ناکامه کودتا کښې لاس درلود .
د اروپا پارلمان د یوه(۱) پریکړه لیک په صادرولو سره وویل طالبان د سولې د بهیر مخالف دي او هغوې د جنګ د زیاتولو او له پوځي ځواک په استفادې کولو سره د ټول افغانستان د نیولو هڅه کوي .
د امریکا ولسمشر جوبایډن په لندن کښې د جي اوه (G7) ډلې په نوم د نړۍ د اوو (۷) صنعتي هیوادونو د مشرانو په غونډې کښې په دنیا کښې د چین له مخ په زیاتیدا قدرت سره د مقابلې لپاره د څلویښت (۴۰) ټریلیونه ډالرو د پلان وړاندیز وکړ .
د بحرین د شیعه مسلمانانو مشر ایت الله عیسی قاسم د یوه (۱) زنداني عالم شیخ عبدالجلیل المقداد د جسمي حالت د خرابیدا او له سیاسي بندیانو سره د بد چلند په هکله خبرداری ورکړ .
ترهګرو په توپونو سره د سوریې په شمال کښې په حلب ولایت کښې په عفرین ښار کښې په یوې (۱) هستوګنې سیمې او یوه(۱) روغتون بریدونه وکړل چې له کبله یې اتلس (۱۸) کسان وژل شوي او درې دیرش (۳۳) نور ژوبل شوي .
د عراق د اسپایکر د هوايي اډې د جنایت د شهیدانو کورنیو د دغه بوږنونکي جنایت د ترسره کیدا په ځاې کښې په مراسمو ترسره کولو سره د دغه پیښې عاملانو ته د سزا د ورکولو غوښتنه وکړه .
داعش ترهګرې ډلې په دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال کښې د عراق په اسپایکر هوايي اډې کښې دوه زره (۲۰۰۰) محصیلین او پوځیان چې وسلې ورسره نه وې په ډیر ظلم سره وژلي وو .
او د انګلستان په زرګونو خلکو په مظاهرو سره له صهیونیسټ رژیم څخه د بریتانیا او د جي اوه (G7) ډلې د نورو هیوادونو د ملاتړ د ختمولو او د فلسطین د خپلواکه هیواد په رسمیت د پیژندلو غوښتنه وکړه .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګرانو دوستانو اوس به راشو د کابل چاپ ورځپاڼو ته چې مهم سر ټکي یې څه دي .
()
مسیر ورځپاڼې د افغانستان د ولسوالیو د سقوط په تړاو د جمهور رییس غني د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستۍ څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي"طالبانو د یوې باریکې لارې په جوړولو پرمختګ کړی او په وینا یې دې ډلې ته به نیول شوې سیمې په هدیره بدلې شي."
د ورځپاڼې له قوله، ښاغلي صالح دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په تېره نږدې یوه نیمه میاشت کې طالبانو نږدې دېرش ولسوالۍ نیولي چې حکومت یې تاکتیکي شاتګ ګڼي، خو ورځپاڼه زیاتوي، دا ولسوالۍ په ټول افغانستان کې دي او ان د کابل دروازې ته نږدې مېدان وردګ دوې ولسوالۍ 'نرخ او جلرېز' هم طالبانو نیولي دي.
د سرمقاله لیکوونکي له انده، لومړی خو داسې نه ښکاري چې دا ولسوالۍ به ټولې بېرته دولت ونیسي، خو که دا کار وشي، بیا به سرتېرو ته پراخه مرګ ژوبله واوړي او نه به هم حکومت ته بېرته هغه وسلې او تجهیزات په لاس ورشي چې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
پردې بنسټ لیکوال، د امرالله صالح څرګندونې یوازې نیوکو ته یو بې ګټې ځواب بللی چې نه ستونزه حلولای شي او نه د ولسوالیو سقوط توجیه کولای شي.
()
هېواد ورځپاڼې بیا پوښتلې" اوس چې له مې مياشتې راهيسې د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او دا لړۍ به تر خپل ټاکلي وخت، يعنې د را روانې سېپټمبر مياشتې له ۱۱مې نېټې وړاندې بشپړه شي، نو بيا د تمې خلاف جګړه ولې چټکه شوې ده؟"
ورځپاڼه وړاندې لیکي:
که څه هم تېره پنجشنبه په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان په کوربهتوب د افغانستان، پاکستان او کوربه هېواد ديني عالمان راټول شول او فتوا يې ورکړه چې په افغانستان کې دا جګړه ناروا ده او له پاکستانه هم څوک نهشي کولای چې د دې جګړې د روايت فتوا ورکړي، خو بيا هم طالبانو سرونه کښته اچولي او هېڅ پر دې او دې ته ورته د نورې اسلامي نړۍ د ديني عالمانو په فتواو سر نه خلاصوي.
د ورځپاڼې په سرمقاله کې زیاته شوې، له دې معلومېږي چې طالبان واک ته د رسېدو لپاره جګړه کوي، هغه واک چې د ورځپاڼې له قوله، دښمن یې اداره کوي.
ورځپاڼې په اخر کې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکېکنزي هغه خبرداری را اخیستی چې د جګړې په دوام سره به ښايي بېرته خپل ځواکونه افغانستان ته وګرځوي.
دې ټولو ته په کتو سره هېواد ورځپاڼه پر طالبانو غږ کوي چې جګړه بنده کړي او د سولې له لارې سياست غوره کړي.
()
اطلاعات روز ورځپاڼې د پکتیا ولایت په زرمت او روحاني بابا ولسواليو کې د وسلهوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وروستیو جګړو ته اشاره کړې چې له امله یې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې د سختو جګړو له وېرې مرکز ګردېز او پکتیکا ولایت ته شااو خوا ۳۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو کډه شوي دي.
ورځپانې لیکلي، د جګړو له امله د نورو ولایتونو په څېردلته هم بېځایه شوي کسان له ګڼو اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
سرمقاله کې وړاندې راغلي، د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې ډېری کورنۍ په جګړو کې ګېر پاتې چې اوسېدونکي یې د اور په لمبو کې سوځي، لارې او روغتیايي مرکزونه پرې تړل شوي او ویل کېږي، هلته ګڼ ناروغان د کرونا له امله په خپلو کورونو کې مړه شوي دي.
ورځپاڼې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په دواړو لورو یې غږ کړی چې جګړه ودروي او د عامو خلکو ژوند ته پام وکړي.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډیرو ګرانو لوستونکو د ایران او افغانستان ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .