ټول باید د ایران د خلکو د رایو احترام وکړي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید سید ابراهیم رئیسي پرون په تهران کښې په راډیو او ټیلي ويژن ادارې صداوسیما کښې د انتخاباتو په پروګرام کښې له ګډون وروسته خبریالانو ته وویل ټول کاندیدان باید د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خلکو د رایو احترام وکړي .
هغه وویل په ولسواکه نظام کښې د خلکو اراده یو(۱) اصل دی او د ایران د اسلامي جمهوریت اساس د خلکو د رایو پراساس دی .
ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ کله چې خلکو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې خپل د خوښې وړ کاندید انتخاب کړ نور کاندیدان باید د خلکو د رایو احترام وکړي .
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید ابراهیم رئیسي د پیټروکیمیل محصولاتو او د تیلو په خام ډول د خرڅولو د مخنیوي لپاره د « ولسي حکومت او د قوي ایران » د پروګرام په هکله وویل د تیلو په اومو ډول خرڅول یعني له ملي پانګې په سم ډول استفاده ونشي او باید حتما په خام ډول د تیلو د خرڅولو مخنیوی وشي .
هغه وویل د تیلو په صنعت کښې په خام ډول د شیانو خرڅول د ایران په تاوان دي او په پیټرو کیمیکل صنعت کښې هم باید د لاندې سویې صنایع فعالې شي چې پیټروکیمیل محصولات په خام ډول خارج ته صادر نشي .