د ایران ملت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101748
ایران د یوه (۱)ستر انتخاب په درشل کښې دی . انتخابات تل له ټولو ټیټو هسکو سره سره له یوشمیر بدلونونو سره مخامخ دي داسې بدلونونه چې کولای شي په ټولنه کښې د مخ په وړاندې حرکت لپاره د انګیزې ، هیلې او د هڅې سبب شي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 16, 2021 13:36 Asia/Kabul
  • د ایران ملت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې :-

ایران د یوه (۱)ستر انتخاب په درشل کښې دی . انتخابات تل له ټولو ټیټو هسکو سره سره له یوشمیر بدلونونو سره مخامخ دي داسې بدلونونه چې کولای شي په ټولنه کښې د مخ په وړاندې حرکت لپاره د انګیزې ، هیلې او د هڅې سبب شي .

د ایران د ولسمشرۍ په دیارلسم (۱۳) پړاو انتخاباتو  کښې اوو(۷) ګډون کونکو کاندیدانو چې صلاحیتونه یې تائید شوي دي له ټولو بحثونو او نیوکو او په ټیلي ويژني مناظرو کښې د انتخاباتو له ځینو بد اخلاقیو سره سره وښودله چې په یوې (۱) موضوع  کښې ګډ نظر لري .

د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بریالیتوب په بڼه کښې د هر کاندید پروګرام له موجودو فرصتونو په  استفادې کولو سره په کړچارونو  کښې د بدلون رامینځته کول دي .

په همدې لړ کښې  کاندیدانو د مشکلاتو د کمولو او د اقتصاد د قوت په ټکو باندې د غور کولو او په سیمه ییز او نړیوال ډګر کښې د ملي عزت د ساتنې لپاره یوشمیر پروګرامونه وړاندې کړي دي ،

د ایران د انتخاباتو کابو ټولو کاندیدانو د خپلو پروګرامونو عملیاتي کیدل مکمن بللي دي او په ټولو ډګرونو کښې د امنیت او د ملي اقتدار د مولفو په ساتنې باندې ټینګار سره یې د قوي ، مدیر ، کارنده او د انرژۍ لرونکي حکومت د جوړولو خبره کړي ده .

په دغو سیالیو کښې دغه راز د چیلنجونو په څنګ کښې د خارجي سیاست لومړیتوبونه  او د انقلاب د ایډیالونو او د ارزښتونو د ساتلو په ترڅ کښې له نورو هیوادونو سره له عزت د  ډکو اړیکو د لرلو په څرنګوالي هم ټینګار شوی دی .

انتخابات دوه (۲) اړخیزه بهیر دی چې کاندیدان یې یوې خوا ته دي .

د انتخاباتو د بهیر بلې خوا ته د رایو او د انتخاب د حق خاوندان دي چې په حقیقت کښې په ولسواکه نظام کښې اصلي اډانۍ  ده .

له دې کبله د انتخاباتو هر کاندید باید د خلکو د زیاتو رایو د ترلاسه کولو هڅه وکړي .

د انتخاباتو په سیالیو کښې بریالیتوب اسان کار نه دی .

په تیره بیا دا چې په ټولنه کښې د توپیرونو د ختمیدا ، له فساد سره د مبارزې ، د کورونو ، د کار او کسب ، اقتصاد او د  معیشت په شان موضوعګانو کښې د خلکو غوښتنو ته په کتنې کښې د کاندیدانو پروګرامونه او پلانونه په همدې لړ کښې دي او په انتخاباتو کښې د دوې ترمینځ یوازنی توپیر په راتلونکي حکومت کښې اجرايي چارواکي او مجریان دي .

د ایران په تیرو انتخاباتو کښې هم دغه حالت موجود و او له ډول ډول ورکړل شویو ژمنو سره سره د ځینو بې تدبیریانو او د مدیریت د کمزورتیاو په وجه ډیرې ژمنې محققې نشوې .

د دغه حالت نتیجه انفلاسیون ، د شیانو کمښت او د ملي اقتصاد او تولید کمزوري کیدل دي چې همدا اوس یې اغیزونه په هیواد کښې وینو .

د دغو شرایطو ټولګې ته په پام سره په راتلونکي جمعې ورځې د ولسمشرۍ انتخابات له دې کبله د یوه (۱)بدلون پیلیدل کیدلی شي .

له بلې خوا دغه احتمال هم شته چې په انتخاباتو کښې د خلکو د  کم ګډون سبب شي .

د دغو دوو (۲) بهیرونو ګټه او تاوان زیات اهمیت لري .

په انتخاباتو کښې د زیاتو خلکو ګډون په پریکنده توګه برخلیک ټاکونکی دی ځکه چې انتخاب د خلکو حق دی او د هرې رایې چې صندوق ته اچول کیږي لومړی اغیر د دیني او ملي وحدت ، د کوټلتیا او د اقتدار پیاوړتیا ده .

د دغه حق کم اهمیته بلل د ایران د سیاسي راتلونکي او برخلیک په هکله د هغوې د بې تفاوته کیدا په معنا ده چې په پریکنده توګه به یې منفي اغیزونه تر ډیرو راتلونکو کلونو  لپاره پاتې وي .

په اینټرنیټ کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه ای د اثارو د ساتنې او د خپرونې دفتر رسمي پاڼې هم ولیکل کله کله یوه(۱) رایه هم اغیزشیندونکي ده هیڅوک باید داسې ونه وايي یوازې زما رایه څه اغیز لري .

کله نه کله یوه (۱) رایه یا څو رایې د یوه(۱) هیواد په برخلیک باندې اغیز شیندي .

هغه څه چې مسلم دي د ایران له امکاناتو په استفادې سره د هیواد د لوړتیا په لړ کښې ګام پورته کولای شو او د ایران د پرمختګ لپاره په زیات ظرفیت سره مدیریتي توان وکارو  او د خبرو او د شعارونو حقیقت په عمل کښې ثابت کړو .

تجربې ښودلي ده په انتخاباتو کښې بریالی کاندید چې د هرې سیاسي ډلې یا پرګنې وي  که د خپل فعالیت له پیل څخه عملي کار پیل نکړي نو ورکړل شوي ژمنې او هدفونه مخ ته نشي بیولی .

همدا اوس په انتخاباتو کښې نهايي معیار او لومړیتوب  د کاندیدانو نوم او شهرت ته له  پام کولوپرته د هغوې د انتخاباتو پروګرامونه دي .

په پریکنده توګه د کاندیدانو پروګرامونو ته د خلکو رایې ورکول له ټولو اړخونو څخه د هغوې له واقعي او منطقي  کیدا سره متناسب دي .