د سلامتيا په برخه کښې بدلون بې مثاله دے
(last modified Thu, 17 Jun 2021 08:59:05 GMT )
Jun 17, 2021 13:29 Asia/Kabul
  • د سلامتيا په برخه کښې بدلون بې مثاله دے

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تاکيد وکړ، د سلامتيا په برخه کښې رامنځته شوے بدلون بې مثاله دے.

د ايران پرېس د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني نن د روغتيا د وزارت د ملي منصوبو د پرانېستې په مراسمو کښې وويل: په تېرواتو کلونو کښې د ايران په تاريخ کښې د سلامتيا په برخه کښې ډېر ستر او بې مثاله کار شوے دے او يوازې په تېر يو کال کښې څوارلس زره روغتوني کټونه ګټه اوچتونې ته رسېدلي دي.

ډاکټر حسن روحاني زياته کړه، نن د اروپا او امريکې په شمول په بهر کښې مېشته زياتره  ايرانيان د علاج او حتی د ځينو آپرېشنونو لپاره ايران ته راځي.

روحاني دې باندې په تاکيد سره چې د سلامتيا سياحت د ايران لپاره ډېر مهم دے زياته کړه، په پوله ايزو سيمو او مرکز کښې دهېواد روغتونونه ګاوڼديانو او نورو هېوادونو ته خدمتونه وړاندې کولې شي.

د ايران ولسمشر د دې په ويلو سره چې ډاکټرانو، نرسانو او طبي عملې له انقلاب نه پس په درې  څلوېښتو کلونو کښې ستر کارونه ترسره کړي د کال په دوران کښې د شمالي صوبو چې د مسافرانو د تګ راتګ ځايونه دي  د روغتونونو سنبالښت ته اشاره وکړه.

د ملي منصوبو د پرانېستې په درې اويايم پروګرام کښې په تهران، ګيلان،ختيځ آذربائيجان، لويديځ آذربائيجان او قم صوبو کښې له يو زر اويشت روغتوني کټونو ګټه اخېستنې مراسم د ايران د ولسمشر په شتون سره په آنلائن توګه ترسره شول.

 

ټیګونه