Jun 20, 2021 07:27 Asia/Kabul
  • سپاهِ پاسداران په انتخاباتو کښې د ایراني ولس د ګډون قدرونه وکړه

د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کښې د غبرګولي د ۲۸ په انتخابات کښې د ایران د ولس د حماسي ګډون په قدرونې او منتخب ولسمشر ته د مبارکۍ په ویلو سره له راتلونکي حکومت سره تعامل او ملګرتیا ته په خپل هراړخیز چمتووالي ټینګار وکړ.

سپاه نیوز لیکلي چې د اسلامي انقلاب پاسدارانو لښکر په یوه خبرپاڼه کښې په تیرو انتخاباتو کښې د ایران د ولس د پرتمین شتون او حماسي او زوږناک ګډونه په قدرونې سره، د ۱۴۰۰ کال د سیاسي حماسې عملي کیدل د انقلاب د دویم ګام د عملي کیدو او په کورني او بهرني ډګر کښې د هیواد د سترو اهدافو او سیاستونو په پرمخ بیولو او د ملي خپلواکۍ، امنیت او ګټو د ساتنې په ضرورت باندې په ژورې پوهیدنې کښې د ایرانیانو د مثالي هوښيارۍ بیانونکي وبلل.

د دغې بیانیې په یوه برخه کښې راغلي دي چې د راې ورکونې مرکزونو ته د ایران د ولس مقتدرانه، آګاهانه او هنرمندانه ورتګ د دیني ولسواکۍ دوباره ننداره وه او د اسلامي جمهوریت د امن او خوندي حرم دفاع ته یې برکت وبخښه او د خلکو د ژوند د ښه کیدو په ډګر کښې یې یوه ډاډمنه، پياوړې او هوډ رامینځته کونکې اډانه برابره کړه.

ټیګونه