د ایران نوي  ولسمشرته د مبارکۍ پيغامونه هماغه رازدوام لري 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101944-د_ایران_نوي_ولسمشرته_د_مبارکۍ_پيغامونه_هماغه_رازدوام_لري
د آیت ا... ریئسي ټاکل کیدا له چیلنجونو سره  دمقابلې د قدرت  او د راتلونکي لپاره  د ایران  دملت او د سیمې  دملتونو هیله او امید ژوندی کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 20, 2021 11:53 Asia/Kabul
  • د ایران نوي  ولسمشرته د مبارکۍ پيغامونه هماغه رازدوام لري 

د آیت ا... ریئسي ټاکل کیدا له چیلنجونو سره  دمقابلې د قدرت  او د راتلونکي لپاره  د ایران  دملت او د سیمې  دملتونو هیله او امید ژوندی کړی دی .

زمونږخبریال راپورر اکړ د ایران د اسلامی جمهوریت نوی ولسمشر ابراهیم رئیسي به په ټاکل کیدا پسې سبا په تهران کې د ولسمشر په توګه لومړنی خبری کنفرانس وکړي.

داپه داسې حال  کې دي د ایران د اسلامی جمهوری اوسني ولسمش حسن روحاني د خپل حکومت  په وروستیو شپو ورځو کې د کابینې په غونډې کې اقتصادي کمیشن ته سپارښتنه کړې ،چې د هیواد اقتصادي چارو په باب دې بشپړ راپور نوي ولسمشر ابراهیم ریئسي ته وړاندې کړي څو دراتلونکي لپاره ورځیني استفاده وکړائ شي .

  داپه داسې حال کې دي چې  چې د ایران داسلامی جمهوریت نوي ولسمشر ابراهیم رئیسی  ته دنړیوالو شخصیتونو  د مبارکۍ پیغامونه  هماغه راز دوام لري  .  د لبنان د حزب ا.. غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا...د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر ته د مبارکۍ د پیغام په لیږدلو سره  روښانه کړې  ده، د آیت ا... ریئسي ټاکل کیدا له چیلنجونو سره  دمقابلې د قدرت  او د راتلونکي لپاره  د ایران  دملت او د سیمې  دملتونو هیله او امید ژوندی کړی دی .

 همداراز د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ او حماس غورځنګ مشرانو  او همداراز ځینو نورو نړیوالو شخصیتونو  هم ابراهیم ریئسي ته مبارکۍ په پیغام لیږدولو سره هیله ښودلې چې د سیمې او نړۍ د سولې اوثبات  او د تیریګرو  او جنایتکارو د  وحشي ډوله اقداماتو دمخنیوي لپاره د ایران رغنده رول نوره هم پیاوړی شي .  همداراز د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د افغانستان د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر عبدا... عبدا... هم پخپلو جلا جلا پیغامونو کې دمبارکۍ په وئیلو سره له ایران سره  ددوو اړخیزو اړیکو د لاپیاوړتیا او دسیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو په ا ړه  د سوله ایزو اقداماتو دزیاتیدا هیله کړې ده .