د ایران جوړ شوي واکسن په درست هیوادکې پچکاري کولوته تیاردی
د ایران متفکران او متخصصان له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره دڅو واکسنو په تولید او جوړولو بریالي شوي چې داچاره،د نړیوالې ټولنې دستاینې وړ ګرځیدلې ده .
زمونږخبریال راپور ورکړ،د ایران د روغتیائي چارو وزارت دعمومي اړیکو مدیر کیانوش جهانپور نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،د ایران کووبرکت واکسن په درست هیواد کې د پچکاري کولوت ه تیار دی او تولید شوي واکسن د ورغتیا وزارت ته سپارل شوی څو خپلو اړونده ا دارو ته ئې ورسوي .
جهانپور زیاته کړې ده ، په ایران کې نور داخلی واکسنونه هم شته چې هره میاشت به ئې تولید زیات شي .
د ایران دروغتیائی چارو د عمومی اړیکو مدیر همداراز وئیلي دي پاستور واکسن ډير زیات تولید به هم د مدرکونو او مجوز په اخستو سره سملاسي پیل شي ، همداراز د روسیې جوړ شوي سپوټنیک وي واکسن دتولید په باب د ایران او روسیې ګډ کار به هم د راتلونکي شنبې په ورځې وارزول شي او سوکه سوکه ورځيني استفاده کیږي .
د جهانپور په وینا ، ایرانی واکسینیشن به سږکال د اوړي تر پاي او ژمي تر لومړنیو پورې بشپړ شي
د ایران متفکران او متخصصان له کرونا ویروس سره دمقابلې لپاره دڅو واکسنو په تولید او جوړولو بریالي شوي چې داچاره،د نړیوالې ټولنې دستاینې وړ ګرځیدلې ده .

