د واکسینشن عملیات د وارداتو د مشکل له حل کیداسره چټک کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102144-د_واکسینشن_عملیات_د_وارداتو_د_مشکل_له_حل_کیداسره_چټک_کیږي
د ایران کوو برکت واکسن د عمومي پچکاري کولو لپاره تیار شوی  او د روغتیا وزارت له خوا د ایران په درستو ولایتونو کې خپلو ادارو ته منتقل کړی ،څو  په راتلونکي اونۍ کې ورڅخه  په عمومی توګه  استفاده وشي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 25, 2021 05:33 Asia/Kabul
  • د واکسینشن عملیات د وارداتو د مشکل له حل کیداسره چټک کیږي

د ایران کوو برکت واکسن د عمومي پچکاري کولو لپاره تیار شوی  او د روغتیا وزارت له خوا د ایران په درستو ولایتونو کې خپلو ادارو ته منتقل کړی ،څو  په راتلونکي اونۍ کې ورڅخه  په عمومی توګه  استفاده وشي .

ایرنا خبری اژانس راپور  ورکړی ، داسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني پرون ناوخته  له کرونا سره د مقابلې دملی کمیټې د تخصصي  کمیټیو له مشرانو سره په  غونډې کې  وئیلي ، کرونا ویروس د ایران پشمول د درستې نړۍ لپاره یوه ستره اوویجاړونکي بلاوه .

 ډاکټر روحاني زیاته کړې ، البته په عین حال کې  د  هیواد ځوانو متخصصانو اوپوهانو ، ددغې ناروغۍ  دخوریدا په پړاؤ کې  پخپلو هلو ځلو سره  د اړتیاوړ طبی تجهیزاتو او درملو  او   واکسن  دتولیدولو په زمینې کې  ډير کارونه کړي او یولړ پرمختګونه  ئې هم ترلاسه کړي ، چې  تر کلونو لپاره به د سلامتیا د نظام  او ددرملنې اوروغتیا لپاره تل پاتې وي .

داپه  داسې حال کې دي چې د ایران کوو برکت واکسن د عمومي پچکاري کولو لپاره تیار شوی  او د روغتیا وزارت له خوا د ایران په درستو ولایتونو کې خپلو ادارو ته منتقل کړی ،څو  په راتلونکي اونۍ کې ورڅخه  په عمومی توګه  استفاده وشي .