ایران او پاکستان د افغانستان د حالاتو په هکله خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران او د پاکستان ځانګړیو استازیو د دغه هیواد د امنیتي حالت او د سولې د بهیر په ارتباط د وروستیو بدلونونو په هکله غور وکړ .
د افغانستان په چارو کښې د ایران دخارجه وزیر د ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد په مشرۍ د ایران یوه(۱) پلاوي اسلام اباد ته په رسمي سفر کښې د پاکستان له هم څنګ محمد صادق سره خبرې وکړې .
د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم په ټویټر پاڼې کښې ولیکل د افغانستان په چارو کښې د ایران له ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد سره مو د افغانستان د امنیتي حالت او د سولې د خبرو په هکله بحث وکړ .
هغه وویل موافقه وشوه چې د تاوتریخوالي د کمولو او د سولې د خبرو اترو لپاره چې د ترسره کیدا په حال کښې دي د یوې(۱) ممکنې فضا د رامینځته کولو لپاره نوي مکانیزمونه تعقیب شي .
د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد پرون په اسلام اباد کښې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره په کتنې کښې د افغانستان له سولې سره د مرستې په شمول د سیمه ییزو ملګرتیاو او د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په هکله سلامشوره کړي وه .