د ایران په ضد دامریکا ظالمانه بندیزونه اقتصادي ترهه ګري ده
ایران هیڅکله په ډل وژونکو ،کیمیاوي او ایټمي وسلو پسې نه دی ، روښانه کړې ، جامعه نړیواله ایټمي موافقه یو داسئې سند دی چې ښئ اسلامی ایران په ایټمي وسلو پسې نه دی ،بلکې دسوله ایزو مقصدونو لپاره په ایټمي فعالیتونو پسې دی .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د حکومتی کابینې په غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چې په تیرو درو کلونو کې دایران خلک د امریکا له اقتصادي ترهه ګرۍ سره مخامخ وو ،زیاته کړې ، هغه کار چې د امریکا دتیر ولسمشر دایران په ضد کړی ،د ناروغانو او حتی د بوډاګانو په ضد د اقتصادي ترهه ګري او لا لوړ جنګ ؤ .
ډاکټر روحاني ددې خبرې په کولو سره چې د نړیوالو لپاره روښانه شوي ، ایران هیڅکله په ډل وژونکو ،کیمیاوي او ایټمي وسلو پسې نه دی ، روښانه کړې ، جامعه نړیواله ایټمي موافقه یو داسئې سند دی چې ښئ اسلامی ایران په ایټمي وسلو پسې نه دی ،بلکې دسوله ایزو مقصدونو لپاره په ایټمي فعالیتونو پسې دی .
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز د ۲۰۱۹کال د جون د اته ویشتمې نیټې یعني د تیر د اوه مې نیټې دغمیزې په یادونې سره ووئيل لویدیځي هیوادونه او د دوي د تالی څټو په توګه منافقینو ددغې دسیسې په پلانونې سره دایران داسلامی جمهوریت یو شمیر غوره شخصیّتونه ئې شهیدان کړي دي .
د اسلامی ایران ولسمشرد عراق د بعثي رژيم د پوځ په وسیله د ۱۹۸۷ د ایران د شمال لویدیځ سردشت ښار کیمیکل بمبارۍ ته هم اشاره کړې او وئيلي ئې دي د عراق بعثي رژيم پوځ د ایران په ضد د جنګ په ډګر کې له ډول ډول کیمیائي وسلو استفاده کړې او په ایران کې دجنګ کیمیائي وسلو د ټپیانو شمیر په ټول کې نهه زره تنو ته رسیدلی چې حقوقي او سیاسی برخې باید په نړیوالو مراجعو او اړونده اورګانونو کې د دوي دشکایتونو دتعقیبونې لپاره خپل ټول توان وکاروي .