جنرل علي فدوي:
ايران له تېروڅلورو لسيزو راهسې د امريکې له بنديزونو سره مخ دے
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومي قوماندان جانشين وويل: د ايران اسلامي جمهوريت له تېروڅلور لسيزو راهسې تل د امريکې د بنديزونو لاندې دے.
جنرل علي فدوي پرون د تهران د لويديځ په کرج ښار کښې وويل: د اسلامي ايران په تاريخ کښې د امريکنيانو جنايتونه د هغوي د مايوسۍ او بې وسۍ ښودنه کوي.
هغه زياته کړه، امريکنيانو له پخوا راهسې د ايران له خلقو سره دښمنی لرلې ده خو د اسلامي انقلاب په رامنځته کېدو سره يې نېغ په نېغه د ايران له اسلامي جمهوريت سره جنګ ته راودانګل له دې سره سره چې ورځ په ورځ له ماتو سره مخامخ کيږي.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قوماندان جانشين د اېشيا د لويديځې سيمې بدلونونو ته په اشارې سره واضحه کړه، يمن د سعودي او دائتلاف د هېوادونو له حملو سره مخامخ دے خو د پردې شا ته امريکه او د سعودي نور ملاتړي استعماري هېوادونه د يمن په مظلوم ملت باندې حملو کښې شريک دي.