په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102522-په_ايران_کښې_د_کورونا_وروستی_اعدادوشمار
د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د ۱۱۱ نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 03, 2021 16:41 Asia/Kabul
  • په ايران کښې د کورونا وروستی اعدادوشمار

د ايران د روغتيا ادارې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په کورونا له اخته کسانو څخه د ۱۱۱ نورو کسانو د مړينې خبر ورکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا ادارې نن د يوې خبرتيا په خپرولو سره اعلان وکړ چې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې د کورونا له کبله  د ۱۱۱ نورو کسانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغو وائرسو له کبله د مړو شمېر 84 زره 627  تنو ته رسېدلےدے.

د دغې خبرتيا له مخې د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې  8 زره 341 نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې دې سره په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر  درې ميلينه  ۲ لکه 41 زره ۳۷ تنو ته رسېدلے دے چې  تر اوسه دوه ميلينه ۹ لکه ۱۴ زره  ۸۳۰ تنه ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.

د نړۍ د هېوادونو د سرکاري اعداد و شمار له مخې تر اوسه په ټوله نړۍ کښې له يو سل درې اتيا ميلينو زيات کسان په کوئيډ ۱۹ نومې بيمارۍ اخته شوي دي چې له درې ميلين، نهو لکو يو اتيا زرو نه زيات د دغې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي.