په ایران کې په کرونا نور ۱۴۶ ککړ کسان قرباني شول
(last modified Fri, 09 Jul 2021 11:13:23 GMT )
Jul 09, 2021 15:43 Asia/Kabul
  • په ایران کې په کرونا نور ۱۴۶ ککړ کسان قرباني شول

په ټول کې په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  پنځه اتیا زره  پنځه سوه درې څلویښت تنو ته رسیدلی دی .  او دغه راز  تر دې دمه په ایران کې په کرونا ککړ دوه میلیون  نهه  لکه پنځه نوي زره  یو سل پنځه نوي کسان له درملنې وروسته ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، دایران دروغتیائي چارو وزارت نن دیوې  اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ، په تیرو شواروز کې  د تشخیص  دنړیوالو معیارونوپه اساس ، په هیواد کې په کرونا نور شپاړس زره پنځه سوه شپږ نوي ککړ کسان پيژندل شوي  چې  له دوي یو زر اوه سوه نهه  پنځوس ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي  او په تول کې په ایران کې په کرونا  د ککړو کسانو شمیر درې میلیون درې لکه څلورڅلویښت زره  یو سل دوویشت تنو ته زیات شوی دی .

 په اعلامیې کې وئيل شوي دي ،له بده مرغه  په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ککړو نورو یو سل شپږ څلویښت کسانو  هم خپل ژوند له لاسه ورکړی  چې په ټول کې په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر  پنځه اتیا زره  پنځه سوه درې څلویښت تنو ته رسیدلی دی .  او دغه راز  تر دې دمه په ایران کې په کرونا ککړ دوه میلیون  نهه  لکه پنځه نوي زره  یو سل پنځه نوي کسان له درملنې وروسته ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

 دغه راز په یوه بل خبر کې وئیل شوي دي،په افغانستان کې دکرونائي خوریدا څپې ددغه هیواد حکومت او ولس لپاره یو لړ ترینګلتیاوې او اندیښنې رامینځةکړي او دا هم وئيل شوي چې له پرون راهسې  په دغه هیواد کې په کرونا ککړو کابو څلور اتیا کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په دغې مودې کې په درست افغانستان کې پنځه زره پنځه سوه یو شپيته ککړ کسان  هم پيژندل شوي دي

 

ټیګونه