په ايران تور لګونه د امريکې د ماتې خوړلي سياست تکرار
(last modified Sat, 17 Jul 2021 09:11:08 GMT )
Jul 17, 2021 13:41 Asia/Kabul
  • په ايران تور لګونه د امريکې د ماتې خوړلي سياست تکرار

په تېروڅو ورځو کښې د امريکې لخوا د ايران په خلاف د فضاء جوړونې يو نوے بهير شروع شوے دے.

ماجرا له هغه ځايه شروع شوه چې د امريکې څارنوال تېره هفته په يوې بيانيه کښې ادعا وکړه چې اېف بي آئي د هغه څه لپاره د ايران د اسلامي جموريت کوشش چې د امريکې په خاوره کښې د يو فعال تښتول يې بللي دي شنډ کړ.

د نيويارک په جنوبي برخه کښې د امريکې څارنوال آدري شټراؤس په دغه بيانيه کښې ادعا وکړه چې د ايران حکومت په ظاهره کورنيو عاملانو ته حکم ورکړے ؤ چې د قرباني کس د تښتولو په ارادې سره او ايران ته په ستنولو سره چې په ډېر ښه حالت کښې يې هلته کښې برخليک نامعلومه پاتې کيږي دغه سړے تښتونه پلان کړي او د امريکې په خاوره کښې د جاسوسۍ اقدام وکړي.

دا موضوع که څه هم د ايران په خلاف د امريکې د غليمانه سياستونو په بهير کښې څه نوې پېښه نه ښکاري خو له څو بهيرونو سره د دغې پېښې يو وخت والي ته په پام سره يوه د غور وړ موضوع ښکاري.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون د جُععې په ورځ د ايران په خلاف د امريکې د دغې تور لګونې په ردعمل کښې په يو ټوئيټ کښې وليکل: د نورو له تورنولو مخکښې پکار دے خپل حالت ته وګورئ.

ظريف د هائيټي د ولسمشر په وژله او د وېنزوېلا د ولسمشر په خلاف په دغه شان کوشش کښې د امريکائي عواملو لاس لرلو ته په اشارې سره وويل: له امريکې سره پېېلي وسله وال کسان د امريکې په خاوره کښې په وېنزوېلا او هائيټي کښې د مشرانو د وژلو لپاره پلانونه کوي، په داسې حال کښې چې د امريکې حکومت د سړي تښتونې په عملياتو باندې چې په واضحه توګه خندونکې او ماشومانه طراحې شوي دي د نورو په تورنولو سره خپل مجرمانه روابط پټوي.

هغه څه چې معلوم دي د امريکې تاريخ په نورو هېوادونو کښې له وژلو، سړي تښتونو او ورانکاريو څخه ډک  دے. خو د ايران په خلاف رامنځته شوې فضاء  جوړونه د ايران په خلاف د امريکې له زيات نه زيات دباو د بهير په دوام کښې جاجولې شوو.

حقيقت دا دے چې ايران په برجامي خبرو اترو کښې د امريکې د زياتې غوښتنې په وړاندې ټينګ اودرېدلے دے او دا مسئله د واشنګټن لپاره سخته او لګښت لرونکې ده. په همدې وجه امريکه کوشش کوي چې له يو بل آپشن څخه په استفادې او د خودساخته سناريو په پلانونو او تورونو لګولو سره په خپل اند ايران په سخت موقعيت کښې راولي.

امريکې د ويانا د خبرو اترو په بهير کښې وښودله، غواړي د برجام اېټمي موافقې مطابق متقابلو ژمنو ته د ستنېدو له لارې د ايران د اېټمي پروګرام د محدودولو لپاره خپلو کوششونو ته دوام ورکړي. په عېن حال کښې د امريکې سټراټيجک هدف د غېر برجامي غوښتنو او په غېرو اېټمي مسائلو کښې د امريکې د ګټو د ساتنې په چوکاټ کښې د تېرو اهدافو تعقيبول دي چې دا سياست د ايران لخوا مردود او د نه منلو دے.

د امريکې حکومتي چارواکو کلونه کلونه مخکې ويلي وو چې ضروري ده د خبرو اترو په مخ بيائلو سره په يو وخت په ايران باندې د دباو او امتياز حاصلولو سياست وساتي.

په نورو الفاظو سره پکار دے وويل شي چې له اېټمي موافقې څخه د امريکې د وتلو له وخت نه د واشنګټن چلند ښۀ شوے نه دے. حقيقت دا دے چې له برجامه د امريکې د وتلو له وخت نه د امريکې تېر هيڅ يو سياست اصلاح شوے نه دے او يوازې په محدوده توګه يو لړ اقدامات چې دومره مهم  نه دي ترسره شوي دي.

د بائيډن حکومت هم په داسې حال کښې چې د ويانا د خبرو اترو له لارې د برجام اېټمي موافقې د راژوندۍ کولو لپاره د کوشش ادعا مطرح کړې ده  چې د تېر حکومت له زيات نه زيات دباو ماتې خوړلي سياست په دوام باندې هم هغه شان ټينګار کوي او همدغه چلند د خبرو اترو نتيجې ته په رسېدو کښې د ځنډ سبب شوے  دے.

له بلې خوا د منافقينو د ترهه ګرې ډلګۍ د وروستۍ غونډې او پکښې د يو شمېر امريکائي چارواکو او سېنټرانو له ګډون سره په يو وخت دغه سناريو جوړونه ښودنه کوي چې په دغو چلندونو کښې يو ډول پېسوستون موجود دے او د دغه څو اړخيزه بهير مقصد د اسلامي جمهوريت مقاومت ماتول دي.

---------

 

ټیګونه