Jul 17, 2021 15:36 Asia/Kabul
  • د کورونا د کنټرول ډېره غوره لار له وائرسو ځان ساتنه ده

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې له بده مرغه رپوټونه په ځينو صوبو کښې په روغتونونو کښې په هندي فعالو وائرسو د اخته شويو کسانو د داخلېدو ښودنه کوي وويل: د دغې بيمارۍ په وړاندې د هېواد او خلقو د حفاظت ترټولو غوره لار له وائرسوځان ساتنه، په روغتيائي پروټوکولونو پوره عمل او له جمګټو نه ډډه کول دي.

ډاکټر حسن روحاني نن له کورونا سره د مقابلې د ملي کمېټۍ په غونډه کښې هېواد ته د دغو وائرسو له داخلېدو څخه د اولسو مياشتو تېرېدو او په اوهاني، برطانوي او هندي وغېره نومونو باندې د دغو خطرناکو وائرسو فعالېدو ته په اشارې سره زياته کړه، دغو خطرناکو وائرسوپه دغه موده کښې د خلقو د سلامتيا لپاره د ډېرو مشکلاتو له رامنځته کولو نه علاوه په مختلفو اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او تعليمي زمينو کښې هم زيات مشکلات راپېدا کړي دي.

سلامتی مردم، در زمینه های مختلف اقتصادی، اجتماعی، فرهنگی و آموزشی مشکلات زیادی را ایجاد کرده است.

هغه همدارنګ د دغې بيمارۍ په کنټرولو او د مړو د شمېر په کمېدو کښې د وېکسينو د لګولو په اهميت هم تاکيد وکړ.

 

ټیګونه