بهرنيو ښاريزو ته د ايران له خدمات رسونې قدرونه
په ايران کښې د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ د دفتر مشر افغانانو ته د ايران د اسلامي جمهوريت د حکومت له خدمات رسونې څخه قدرونه وکړه.
د اېرنا د رپوټ له مخې ايوو فريسن پرون د ايران د خراسان رضوي صوبې تائيباد ښار ته د سفر او د دوغارونو زمکنۍ پوله ايزې لارې د کتنې ترڅنګه دې ته په اشارې سره چې په ايران کښې ټولې نړيوالې ادارې او تنظيمونه د افغانستان په پېښو او واقعاتو په زېرتيا سره څارنه لري وويل: د افغانستان د پېښو او کورنيو جنګونو په دوران کښې ځينو هېوادونو او نړيوالو ادارو په خاصه توګه ايران افغانانو ته مناسب خدمات رسولي دي.
فريسن زياته کړه، هيله من يوو چې د ټولو نړيوالو ادارو په کوششونو سره په افغانستان کښې صلح او ارامښت ټينګ شي او نور په دغه هېواد کښې د ناسمو واقعاتو او پېښو کتونکي نه يوو.
په ايران کښې د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ د دفتر مشر واضحه کړه، د عالمي کمېشنرۍ د دفتر استازي غواړي چې په ايران کښې د تجربې په حاصلولو سره بهرنيو ښاريزو ته د زياتو او غوره خدماتو د وړاندې کولو لباره مثبت ګامونه پورته کړي او په دې لړ کښې پلاننګ ولري.