د ایران او روسیې د پوه بنسټه شرکتونوغونډه
پر دغه هدف په ټینګار سره ایرانی او روسی پوه بنسټه شرکتونو استازیو او مدیرانو په ماسکو کې د ګډې غوندې په ترسره کولو سره د ګډو ټکنالوجیکی پروګرامونو اجرا او ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ .
د ایران اسلامی جمهوریت او روسیه د کیسپین ګاونډیو هیوادونو په توګه له پام وړ اقتصادی او تجارتی ظرفیتونو برخمن دي .
دغه ځانګړنه ایجابوی چی د سټراټیجیکو اړیکو پراختیا په څنګ کې د اقتصادی او تجارتی اړیکو پراختیا زمینې هم پیاوړی کیږی .
پر دغه هدف په ټینګار سره ایرانی او روسی پوه بنسټه شرکتونو استازیو او مدیرانو په ماسکو کې د ګډې غوندې په ترسره کولو سره د ګډو ټکنالوجیکی پروګرامونو اجرا او ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ .
ایرانی او روسی پوه بنسټه شرکتونو استازیو او مدیرانو د جمعې په ورځ په د غه غونډه کې د مشکلاتو او خنډونو د لارو د جاج په ترڅ کې د تهران او ماسکو ضد د امریکا او لویدیځ له ظالمانه بایکاټونو سره د مقابلې او ګډوګټو د تامین په خاطر د زیاتې ملګرتیا غوښتنه وکړه .
ایران اوروسیه د تجارتی اړیکو د پراختیا لپاره پام وړ ظرفیتونه او وسونه لری ، په عین حال کې د دغو ملګرتیاو په سبد کې د پوه بنسټه او علمی ټیکنالوجیو ونډه ډیره کمه او نه پیژندل شوی ده .
د ایران او روسیې د تجارتی شورا مشر ولادیمیرابیدنوف د روسیې په بازار کې د ایرانی پوه بنسټه شرکتونوپیکه او کم رنګه شتون یو دلیل له روسی ژبې سره نابلدتیا او بازارموندنه بولی .
په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالی هم وایی د اقتصادی او کلتوری حوزو په شمول په دو مهمو حوزو کې د دواړو هیوادونو اړیکی هماغه ډول چی باید وده نده کړی . هغه باوری دې چی په دې زمینه کې په روسیه کې له ایرانه یو ډول نه پیژندګلوی وجود لری .
په ایران کې کابو اته زره پوه بنسټه شرکتونه فعالیت لری چی د هیواد علمی ، اقتصادی پراختیا اوودې لپاره له ښو ظرفیتونو برخمن دي .
د ایران اسلامی په خپلو وسونو په تکیې سره په نړیواله سویه د رغنده ملګرتیاو او اړیکو د رامینځته کولو لپاره هڅه کوی .
د روسیې د ویتل شرکت مشر الکسی نیچایف دې ته په اشارې سره چی دواړه هیوادونه د ټیکنالوجۍ په تیره بیا درملو ، طبی تجهیزاتو په زمینه کې ډیروسونه لری ، وایی ایران او روسیه دامریکا او لویدیځ تر بایکاټونو لاندې دي او باید دغه ګواښ د ملګرتیا لپاره په فرصت بدل کړی .
د ایران او روسیې اړیکو ته کتنه ښی د شمال ،جنوب په کوریډور مشهور په ستره تجارتی پروژه کې د دواړو هیوادونو مشارکت د ایټمی انرژۍ ، تیلو ، ګازو او کرهڼې په شمول په مهمو زمینو کې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په څنګ کې په یوروایشیا اقتصادی اتحادیه کې د ایران له دایمی غړیتوب د روسیې ملاتړ هغه زمینې دي چی د بایکاټ په شرایطو کې د دوه اړخیزه اقتصادی ملګرتیاو د پراختیا زمینه برابره کوی ده . په داسې ملاتړ سره د ګډو غونډو ترسره کول د پوه بنسټه تولیداتو په ډګر کې د تجارتی او سوداګری اړیکو د پیاوړتیا زمینه جوړونکی کیدلې شی چی د دواړو هیوادونو د شرکتونو په ګټه به وی .
د ایران او روسیې ترمینځ د نوښت او ټیکنالوجۍ په حوزه کې د ملګرتیا پراختیا په وروستیو کلونو کې د یوه سټراتیجیک هدف په توګه تعقیب شوی دی . دغه موضوع په دې برخه کې د دوه اړخیزه اړیکو د سویې د پیاوړتیا او تیکنالوجیکی تعاملاتو اهمیت بیانوی .
څرګنده ده چی په دې زمینه کې د ګډ فکری غونډو ترسره کیدا د ایرانی او روسی پوه بنسټه شرکتونو د ملګرتیاو د پراختیا لپاره مهم ګام دی . له دې امله تمه کیږی د پوه بنسټه شرکتونو د ډګر فعالان د دواړو هیوادونو په ملاتړونو او د علم او ټیکنالوجۍ په ډګرونو کې له موجودو ظرفیتونو په استفادې سره په علمی او ټیکنالوجیکی ملګرتیاو کې چی د امریکا د بایکاټونو په شرایطو کې ستراتجیک اهمیت لری ، خپله ونډه زیاته کړی .
پای