Jul 25, 2021 16:16 Asia/Kabul
  •  د وېکسينو په برابرولو کښې نسبتاً د خوښې مرحلې ته اورسېدوو

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر تاکيد وکړ د وېکسينو په برابرولو کښې نسبتاً د خوښې مرحلې ته اورسېدوو.

د اېرنا د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني نن وويل، د وېکسينود برابرولو په زمينه کښې د ټولو مشکلاتو باوجود مو وکړې شول نسبتاً د خوښې مرحلې ته اورسوو او د وېکسينېشن بهير يوه ښه چټکتيا پېدا کړې ده.

روحاني له کورونا سره په مقابله کښې د حکومت اقتصادي اقداماتو ته په اشارې سره زياته کړه، په ترسره شويو اقداماتو سره مو وکړې شول په کورونا باندې داخته بيمارانو لپاره په روغتوني کټونو کښې اضافه وکړوو.

ولسمشر همدارنګ وويل په تېره ۱۳۹۹ هجري نمريز کال کښې د هېواد د اقتصادو وده چې په زياترو هېوادونو کښې منفي وه په ايران کښې دغه وده درې اشاريه شپږ فيصده وه.

ډاکټر روحاني تاکيد وکړ د تېر کال د وړومبنيو دريو مياشتو په نسبت د ايران صادرات نهه شپېته فيصده او واردات اوه دېرش فيصده زيات شوي دي چې د صادراتو او وارداتو ترمېنځ د تعادل او انډول کتونکي يوو.

 

ټیګونه