د امریکا د بدلوظیو تاریخ د کتاب په بڼه خپریږی
ښاغلی ظریف همداراز وویل امریکایانو ته مو په برجام کې ماته ورکړه ، له دې سره سره چی د امریکا اقتصادی قدرت په خلکو دباونه واچول خو په دو میاشتو کې یې په ملګروملتو کې درې ځله ماته وخوړه
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل په هغه لیک کې چی دوې اونۍ وړاندې د ملګرو ملتو سرمږنشی انتونیو ګوتریش ته لیکلی دې د امریکا د بدلوظیو تاریخ ته اشتاره شوی ده . د ایران خارجه وزیر همداراز زیاته کړه د خارجه وزارت په توګه مو دنده درلوده چی بهرنی واکسین د ترلاسه کولو لپاره مرسته وکړو چی د دې کار لپاره د روغتیا وزارت په خدمت کې وو او تراوسه څه د پاسه لس میلیون بهرنی واکسین ایران ته راغلی دي .
د ظریف په وینا په هغه پلانونې سره چی ترسره شوی ده ، په وروستیو څو میاشتو کې لس میلیون نور واکسین به هیواد ته راشی .
ښاغلی ظریف همداراز وویل امریکایانو ته مو په برجام کې ماته ورکړه ، له دې سره سره چی د امریکا اقتصادی قدرت په خلکو دباونه واچول خو په دو میاشتو کې یې په ملګروملتو کې درې ځله ماته وخوړه او زمونږ ملت د دنیا خلکو ته ثابته کړه هغه کس چی په نړۍ کې مشکل رامینځته کوی او باید خپل کړچار بدل کړی ، امریکا ده .