د ایران دایټمی صنعت بریاوې بې بدیله دي
دایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر زیاته کړې ده ، حکومت داقتصادي جنګ په ترټولو سختو شرائطو کې دغه پروژې پیل کړي او پر مخ ئې بیلوي دي او ددغو دوو پروژو کابو پنځه اتیا فی صدي برخې ئې بشپړ کړي دي .
ایرناخبري آ ژانس راپور ورکړی ، دایران د ایټمی انرژۍ د ادراې مشر علی اکبر صالحي پرون دایټمي انرزۍ د ادارې او دتیلو د وزارت د پروژو په افتتاحي دستورو کې ووئيل ، دایران د ایټمی صنعت بریاوې بې بدیله دي او د ایران د ایټمي انرژۍ ادارې ثابته کړې ده چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په متن او خبرواترو کې ئې لازمه هوښیارتیا نندارې ته وړاندې کړې ده .
د ایران د ا یټمي انرژۍ د ادارې مشر زیاته کړې ده ، دغې ادارې د هیواد ایټمي سونګو د څرخ د پراختیا په څير پر سترو اوبیخ بینائي پروژو سربیره ، له حکومتي مالی سرچینو څخه د لس میلیارډ ډالرو په ارزښت سره دبوشهر په ایټمي بټۍ کې د دوهم او دریم یونټونو په جوړولو سره دایټمی بټیو پراختیا پیل کړې ده . علي اکبر صالحي ، په کابو درې سوه پنځوس میلیون یورو په ارزښت سره د ایران د ریډیو ایکټیو درملو (ټيټرا)تولید او د درملنې دستر ملی مرکز د پراختیا رامینځة کول ، د ایران د ایټمي حوزې نوره بریاوې وبللې .
دایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر زیاته کړې ده ، حکومت داقتصادي جنګ په ترټولو سختو شرائطو کې دغه پروژې پیل کړي او پر مخ ئې بیلوي دي او ددغو دوو پروژو کابو پنځه اتیا فی صدي برخې ئې بشپړ کړي دي .