د دیارلسم پړاؤ د ولسمشرد تائيد دحکم دستورې او د معظم لارښودسپارښتنې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103804-د_دیارلسم_پړاؤ_د_ولسمشرد_تائيد_دحکم_دستورې_او_د_معظم_لارښودسپارښتنې
دهیواد له درستو ظرفیّتونو څخه  داستفادې د اهتمام ضرورت دی چې  دحکومت په بریالیتوب او د پراختیا د اوم پروګرام د مخو په پرمختګ کې سټراټژيک اهمیّت لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2021 10:42 Asia/Kabul
  • د دیارلسم پړاؤ د ولسمشرد تائيد دحکم دستورې او د معظم لارښودسپارښتنې

دهیواد له درستو ظرفیّتونو څخه  داستفادې د اهتمام ضرورت دی چې  دحکومت په بریالیتوب او د پراختیا د اوم پروګرام د مخو په پرمختګ کې سټراټژيک اهمیّت لري.

د اسلامی ا نقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي نن غرمه د حضرت امام خمیني په حسینې کې په یولړ دستورو کې د ملت د رایو په تائيدولو سره ، سید ابراهیم رئیسي  د ایران داسلامی جمهوریت په ولسمشرۍ منصوب کړ.د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د تائيدیدا په دغه حکم کې،په تیرو انتخاباتو کې د ولس عزتمند او پرمعنا شتون  او د یوه ولسی ، پرهیزګار او د مدیریّت د ځلانده مخینو لرونکی شخصیّت ټاکل ، دانقلاب په نوراني لارې د تلو  یعني د عدالت،پرمختګ او آزادۍ په لارې پر تلو باندې د ملت دکلک هوډ نښه  وبلله .

 سید ابراهیم ریسي ، د پياوړي ایران په شعار سره ،  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه واخسته .  له فساد سره مبارزه  هم چې  نن سبا د  ټولنې  دعمومي غوښتنو یوه  لومړنۍ برخه ده ،یوه داسې ځانګړنه ده چې  دوي یعنی ابراهیم ریسي ئې، له تیرو کلونو راهسې پخپلې کارنامې کې لري ،  او دا دی اوس د مجریه قوې د مشر په توګه ددغې سمې لارې دوام ته کلک  هوډ لري .

له دې زاوئې  په وړاندې شرائط له دوو اړخونو د پام او ارزونې وړ دي .  یو اړخ ئې ، هغه موخې دي ، چې له اقتصادي مشکلاتو او کمښتونو ته په پام سره د

بل اړخ  ئې ، دهیواد له درستو ظرفیّتونو څخه  داستفادې د اهتمام ضرورت دی چې  دحکومت په بریالیتوب او د پراختیا د اوم پروګرام د مخو په پرمختګ کې سټراټژيک اهمیّت لري.

هماغه ډول  چې  د اسلامی انقلاب معظم لارښودد خپلې وینا په یوې برخې  کې ورته اشاره کړې  او فرمائیلي ئې دي ؛  د د تیلو ، سمندرونو ،کانونوپه برخو او له ګاونډیانو سره په مبادلاتو کې   او له دې لامهمه  د ځوانانو د استعدادونو او خلاقیتونو په ډګر کې ډير پراخ او د پام وړ  دي .

د اسلامی انقلاب  ستر لارښود  روښانه کړې ده ،  بې شکه په دغو ظرفیّتونو سره ،  پر مشکلاتو غلبه کیدلی شي ، په دې شرط چې ښه وپيژندل  او وروسته  په نه ستړیکیدونکو  او شپې ورځې هلو ځلو سره وکارول شي .  

 البته  په دغې لارې کې  خنډونه ،سختیانې او  کارړنګونې هم کمې نه دي . دوي  په دې زمینې کې د خپلې وینا په یوې برخې کې  دا یران په ضد  د دښمنانو  پروپیګنډیز  او دنرم آوزاري جنګ  موضوع ته  هم اشاره کړې او فرمائيلي ئې دي ، ، د  دوي هدف ، دټولنې پر عمومي افکارو سلطه ده .  د دغه پروپيګنډیز  جنګ د دوام لپاره ئې ، ډيرې زیاتې بودجې هم بیله کړي دي دي .  او د تبلیغاتي جنګ د  پلانونو  له فکري کوټو بهر راوځي . دا هلې ځلې ، البته  د اسلامی انقلاب د تل پاتې کیدونکو ارزښتونو د اهمیّت ښودنه کوي .  دهمدغه اهمیّت په دلیل ده چې  دښمنان بې له ځنډه هڅه ک وي ،  داسلامی انقلاب د آ رمانونو اوآئيډیاؤ  په کمزور ي کولو  سره د ایران پر ملت او ا سلامی جمهوری نظام  د زیاتره دباؤسیاستونه ، نوره هم زیات کړي. ددغه پروپیګنډیز جنګ زیاتره برخه ،  له اسلامی نظام او انقلابه د  ځوانانو د نهیلي کولو لپاره  پلان شوې ده . ددغو خوځښتونو تر څنګ   د ایران په وړاندې اقتصادي دباؤنه هم یوه شیبه  نه دی دریدلي .

  دا سلامی انقلاب معظم لارښود  د خپلې وینا په پاي کې دغدیر دنیکمرغه اختر په ورځ ،د  دولسم حکومت  له مشر او د کابینې له غړو سره  پخپلې وروستۍ کتنې کې  په راتلونکي کې د  یولسم او دولسم حکومتونو له تجروبو څخه  د استفادې  دضرورت خبره کړې او  وئیلي ئې دي ، په دغه پړاؤ کې  یوه ډيره مهمه تجروبه ، پر لویدیځ  بې اعتمادي ده چې راتلونکي باید له دغې تجروبې استفاده وکړي . پر دې اساس ، مطلقا باید داخلی پروګرامونه  د لویدیځ  له ملګرتیا سره ونه تړل شي ، ځکه  که داسې وشي نو حتما به ماته وخوري .

 اوس ، د دیارلسم پړاؤ د ولسمشر په توګه  په توګه سید ابراهیم رئیسی  هم ددغه ستر مسئولیت په منلو سره  د زیار او هڅو  دغه ډګر ته وارد شوی دی .  ولسمشر د غبرګولې د میاشتې داته ویشتمې  دانتخاباتو پیغامونه ، ، بدلون راوستل ، عدالت ټينګول ،له بې وځلئ ، فساد ،توپیر او بډو رشتونو سره  بارزه  او د اسلامی انقلاب دارزښتون،  ساتل ، د مشکلاتو ختمول  او په یوې کلمې کې  دموجوده وضعې بدلول بللي او وئیلي ئې دي ،په موجوده مشکلاتو کې چې ډیری ئې ددښمنیو  او همداراز ځیني  نور  هم د داخلی ناغیړیو  په علت رامینځةشوي ،  اصلاح ته اړتیا لري او ولس تمه لري ،  د دوي تاواني شوی اعتماد بحال شي .

 د ایران نوي ولسمشر په دې خبرې په ټينګار سره چې  هر چرته  د رهبرۍ ستر مقام  لارښونو ته بې پامي شوې ، له مشکل سره مخامخ شوی یوو ، ووئیل ،  د بندیزونوپه ختمولو پسې به شو ، خو  د  خلکو دسترخوان ته  به هیڅکله هم له پرَدَیو سره غوټه ورنه کړو .