په ایران کې وحشي کرونائي ویروس نور ۴۰۹کسان قرباني کړل
تر دې دمه په ایران کې د کرونائي وحشي ویروس باندې دککړو کسانو شمیر هم څلور میلیون نولس زره څلور اتیا تنو ته زیات شو او دغه راز په درملنې پسې درې میلیون څلور لکه څلور څلویښت زره اته سوه ککړ کسان ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران دروغتیائي چارو وزارت نن دیوې داعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،په تیرو شواروز کې وحشي کرونائي ویروس په هیواد کې نور څلور سوه نهه ککړ کسان قرباني کړي چې له دوي سره په ایران کې تر دې دمه دکرونآئي قربانیانو شمیر دوه نوي زره یو سل څلور نوي کسانو ته رسیدلی دی .
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، همداراز دتشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې نور نهه دیرش زره درې سوه اوه پنځوس ککړ کسان هم پيژندل شوي چې له دوي څلور زره دوه سوه درې شپیته په روغتونونو کې بستري شوي دي .
همداراز وئیل شوي دي ، تر دې دمه په ایران کې د کرونائي وحشي ویروس باندې دککړو کسانو شمیر هم څلور میلیون نولس زره څلور اتیا تنو ته زیات شو او دغه راز په درملنې پسې درې میلیون څلور لکه څلور څلویښت زره اته سوه ککړ کسان ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .