افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري
په دې لیدنه کې د ایران ولسمشر وویل چې دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران ولسمشر سید ابراهیم ریسی له خپا افغان همڅنګ سره په کتنه کې وویل د ایران ګاونډیان په تیره بیا افغانستان د نوی حکومت په بهرنی سیاست کې مهم ځای لری .
ښاغلی ریسی له اشرف غنی سره په کتنه کې همداراز د تیرو بریاو او جمهوریت د ساتلو لپاره له افغان ولس خپل ملاتړ اعلان او ټینګار وکړ له هغه نظامه چی پکې د لږکیو په شمول د درستو افغان ښاریزو ټول حقوق وساتل شی ، ملاتړ کوو .
په دې لیدنه کې د ایران ولسمشر وویل چې دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم وايي په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.