افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103892-افغانستان_د_ایران_په_بهرني_سیاست_کې_ځانګړی_ځای_لري
په دې لیدنه کې د ایران ولسمشر وویل چې دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2021 01:23 Asia/Kabul
  • افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري

په دې لیدنه کې د ایران ولسمشر وویل چې دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.

 زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران ولسمشر سید ابراهیم ریسی له خپا افغان همڅنګ سره په کتنه کې وویل د ایران ګاونډیان په تیره بیا افغانستان د نوی حکومت په بهرنی سیاست کې مهم ځای لری .

ښاغلی ریسی له اشرف غنی سره په کتنه کې همداراز د تیرو بریاو او جمهوریت د ساتلو لپاره له افغان ولس خپل ملاتړ اعلان او ټینګار وکړ له هغه نظامه چی پکې د لږکیو په شمول د درستو افغان ښاریزو ټول حقوق وساتل شی ، ملاتړ کوو .

په دې لیدنه کې د ایران ولسمشر وویل چې دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ  هم وايي په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.