ایران د افغان لورو ترمینځ په خبرو اترو ټینګار لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104030-ایران_د_افغان_لورو_ترمینځ_په_خبرو_اترو_ټینګار_لری
امیر عبداللهیان د افغانستان په داخل کې د خلکو د امنیت تامینول او پولو په لور د کډوالو د څپې مخنیوې مهم وباله او د ټولو لورو ترمینځ یې د وحدت په ضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2021 08:15 Asia/Kabul
  • ایران د افغان لورو ترمینځ په خبرو اترو ټینګار لری

امیر عبداللهیان د افغانستان په داخل کې د خلکو د امنیت تامینول او پولو په لور د کډوالو د څپې مخنیوې مهم وباله او د ټولو لورو ترمینځ یې د وحدت په ضرورت ټینګار وکړ .

د ایرنا له راپور سره سم په نړیوالو چارو کې د اسلامی شورا د مشر ځانګړی سلاکار حسین امیر عبداللهیان نن  د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتو له ځانګړی استازی ژان ارنو سره په کتنه کې د افغانستان اوسیمې د بدلونونو په اړه د اسلامی ایران د لیدتوګو د سپړلو په ترڅ کې وویل اسلامی ایران د ټولو افغانی لورو په شتون سره په بین الافغانی خبرو اترو ټینګار لری .

امیر عبداللهیان د افغانستان په داخل کې د خلکو د امنیت تامینول او پولو په لور د کډوالو د څپې مخنیوې مهم وباله او د ټولو لورو ترمینځ یې د وحدت په ضرورت ټینګار وکړ .

ده زیاته کړه اسلامی ایران د افغانستان د کړکیچ په اواری کې د ملګروملتو د نوښتنونو ملاتړ کوی .

امیرعبداللهیان همداراز د افغانستان د وروستیو بدلونونو په وړاندې د ملګروملتو د فعال اقدام د نه کولو په وجه نیوکه وکړه .

ده جوته کړه د امریکایانو غیرمسولانه اقدامات او د نیواکګرانو کړچاری اثارو د افغانستان د کړیدلیو خلکو مشکلات څوبرابره کړی دي .

ژان ارنو هم د افغانستان د شخړو په اواری کې د ګاونډیانو په تیره بیا ایران رول د پام وړ وباله او ویې ویل باید د افغانستان د مسلې په اړه پیاوړی نړیواله اجماع رامینځته شی او دغه موضوع د ګاونډیو هیوادونو ملاتړ ضرورت غواړی .