اسلامي ایران له افغانستان سره هراړخیزه ملګرتیا ته تیار دی
تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په کتنې کښې ټینګار وکړ تهران له کابل سره ملګرتیا ته چمتو دی .
د افغانستان او د ایران دغو دوو (۲) چارواکو د افغانستان په امنیي حالت د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کښې له کابل سره د هراړخیزه ملګرتیا لپاره د ایران د چمتووالي په هکله ډاډ ورکړ .
د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر په دغه کتنې کښې د هیواد د امنیتي حالاتو په هکله د خبرو په ترڅ کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا او د بشري حقوقو د شورا د غونډو د ترسره کولو لپاره د کابل وړاندیز ته په اشارې سره د سولې د معنا لرونکو تاوتریخوالو د بندولو په ارتباط د سیمې او د دنیا په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت په رغنده رول ټینګار وکړ .
د افغانستان خارجه وزیر حنیف اتمر دغه راز په خپل هیواد کښې د تاوتریخوالو د ختمولو او د سیاسي لارې د رامینځته کولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا د وروستۍ غونډې نتیجې اهمیت لرونکي وبللې .
د ایران او د افغانستان دغو دوو (۲) چارواکو دغه راز د قطر د وارمخکې غونډې او د افغانستان د امنیتي حالت د مدیریت لپاره د سیمه ییزو ملګرتیاو د پیاوړتیا د لارو چارو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه .