له افغانستان سره د ایران تجارت بند شوی دی
زمونږ خبریال وايي د ایران او د افغانستان د ګډې تجارتي کوټې مشر حسین سلیمي له ایلنا خبري اژانس سره په مرکه کښې په افغانستان کښې وروستیو ناکراریو ته په پام سره د ایران او د افغانستان د تجارت د حالت په هکله وویل د افغانستان جنګونه او مشکلات او له حکومتي عسکرو سره د طالبانو جګړې او په تیره بیا د امریکا لخوا په افغانستان کښې بمبارې د تجارت په کامل ډول د بندیدا او د سرحدونو د تړل کیدا سبب شوي دي .
هغه زیاته کړه په دغو شرایطو کښې د تجارت ریسک ډیر لوړ دی او د ایران د شیانو خرڅونکي او د افغانستان د شیانو اخیستونکي د دغه ریسک منولو ته حاضر نه دي ځکه چې معلومه نه ده کله چې کوم بار او سامان افغانستان ته ورځي د اخیستونکي لاسونو ته ورځي او که نه ؟ او له بلې خوا دغه شیان او بارونه بیمې نلري او دغه موضوع د ریسک اندازه ډیره زیاتوي .
هغه جوته کړه ټول د افغانستان د حالاتو د ښه کیدا په هیله یوو او باید صبر وکړو چې معلومه شي څه رامینځته کیږي