له کرونائي بحران سره دمقابلې لپاره باید یوځاي هڅه وشي
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د چارشنبې په ورځې په ټيلیویژني وینا کې داسلامی ایران مسئولانو ته د خطاب په پیغام کې له کرونائي ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د کوټلو دندو او فیصلو په کولو ټینګار کړی او وئیلي ئې دي ،د وارداتو او دداخلی تولید له لارې او یه په بله هره ممکنه بڼه دې د ولس لپاره واکسن تامین شي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامی نن دایران د ورغتیائي چارو له وزیر سعید نمکي او دمستضعفینو دبسیجي ځواک له قوماندان غلام رضا سلیماني سره په ګډې ناستې کې ووئیل باید له کروناویروس سره د مقابلې لپاره بیا کوټلی پيل ولرو او ولس ته ملی بلنه ورکړو څو درست ولس وارد شي .
د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې د ایران ولسترټولو سخت بحرانونو نه تیر شوی ، زیاته کړې ، بیا هم باید دغه روحیّه نندارې ته وړانډې کړو .
دسردار سلامي په وینا ، اوس بیا جهاد او انقلاب ته اړتیا لرو او له ستر جهاد سره باید له دغه منحوس ویروس سره مقابله وکړو. سردار سلامي ددې خبرې په کولو سره چې دغه غونډه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په فرمایشاتو پسې ترسره شوي ، ووئیل ، د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود دتیرې ورخې وینا، له کرونائي بحران سره دمقابلې لپاره ملی جهاد ایجنډا وه .