په ایران کې کرونا وحشي ویروس نور ۵۶۷کسان قرباني کړل
په درملنو پسې تر دې دمه درې میلیون شپږ لکه اوه څلویښت زره شپاړس تنه هم ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران دروغتیائی چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هیواد کې په کرونا وحشي ویروس د نورو ۵۶۷ ککړو کسانو د مړینې خبر ورکړی او وئیلي ئې دي ،له دوي سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر شپږ نوي زره دوه سوه پنځلس تنو ته زیات شوی دی .
په دغې اعلامیې کې همداراز وئيل شوي دي ، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د تشخیص دنړیوالو معیارونوپه اساس، نهه دیرش زره څلویښت نور کسان هم ککړ شوي چې له د وي سره په درست ایران کې تر دې دمه په کرونا د ککړو کسانو شمیر څلور میلیون درې لکه شل زرو ته رسیدلی دی البته په درملنو پسې تر دې دمه درې میلیون شپږ لکه اوه څلویښت زره شپاړس تنه هم ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي . همداراز وئیل شوي دي ،په ایران کې تر دې دمه اولس میلیون اوه لکه شپیته زره دوه سوه شپیته ډزه واکسن پیچکاري شوي دي .