د ۳۰میلیون ډوز واکسنو اخستل قطعي شوي دي
د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړې ده ، ددغې غږملتیا او یوه خوله کیدا درامینځةکولو لپاره باید هم په ایران کې او هم په نورو هیوادونو کې ددغې بلا د مختلفو اړخونو او ترینګلتیاؤ په بیانولو سره ، خلک له کرونا ویروس سره هر اړخیزې او چورلټې مقابلې لپاره تیار شي .
ایسنا خبری اژانس راپور ورکړ ، د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن له کرونائی بحران سره د مقابلې دملي کمیشن په غونډې کې په دې خبرې په ټینګار سره چې د کرونا دخوریدا ددریدا اوکنټرولولو لپاره باید یوه ملی اجماع او هوډ رامینځةشي ، ووئیل ، درستې حکومتي او غیر حکومتي برخې ،حقیقي او حقوقي شخصیّتونه او درست ولس باید ددغه خطرناک او منحوس ویروس د خوریدونکی وضعیّت د کنټرولولو لپاره سره یوه خوله او غږمله شي .
د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړې ده ، ددغې غږملتیا او یوه خوله کیدا درامینځةکولو لپاره باید هم په ایران کې او هم په نورو هیوادونو کې ددغې بلا د مختلفو اړخونو او ترینګلتیاؤ په بیانولو سره ، خلک له کرونا ویروس سره هر اړخیزې او چورلټې مقابلې لپاره تیار شي .
ابراهیم ریئسي د واکسینشن په بهیر کې چټکتیا ورپسې مهم او ضروري اقدام وبالۀ او د واکسنو دیرش میلیون ډوزو د واردولو قطعي کیدا دخبر په اعلانولو سره ئې وئيلي دي ، دکارپيژاندو نظر په دې دی چې په هیواد کې دکروناخوریدا د ناخوښ وضعیّت د پيزواني کولو لپاره باید نور شپیته میلیون ډوزه واکسن تامین شي چې ان شاا.... دپوره کولو لپاره به درستې هڅې وکاروو . هغه همداراز د پولو د شاوخوا د غیر قانوني تګ راتګ په اړه د قانون د اعمالولو او کوټلو ګامونو په پورته کولو هم ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ، هغه څه چې تر دې دمه په دې زمینې کې شوي دي لازم ؤ ، خو کافی نه ؤ او باید د قانوني تګ راتک کې هم د روغتیائي پروټوکولونو پر رعایتولو هم دقیقه او اغیزشیندونکي څارنه وشي او اړونده مسئولې ادارې ته دې خپل درست توان وکاروي .څو ددغې سپیرې بلا مخنیوی وشي .