په ایران کې وحشي کرونا ویروس نور ۴۶۶کسان قرباني کړل
(last modified Sat, 14 Aug 2021 11:54:30 GMT )
Aug 14, 2021 16:24 Asia/Kabul
  • په ایران کې وحشي کرونا ویروس نور ۴۶۶کسان قرباني کړل

د  هیوادونو دوروستیو احصایو په اساس ، کرونا وحشي ویروس   تر دې دمه په دنیا کې څه دپاسه  دوه سوه اوه میلیون  کسان ککړ کړي چې له دوي  څه دپاسه څلور میلیون درې لکه نهه پنځوس زره  ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران  د روغتیائي چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره  وئيلي دي ،په تیرو شواروز کې  په کرونا منحوس ویروس ککړو نورو څلور سوه شپږ شپیتو کسانو  خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر اوه نوي زره دوه سوه اتو تنو ته زیات شوی دی .

په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي په تیرو ۲۴ساعتونو کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په هیواد کې په کرونا نور نهه ویشت زره اوه سوه ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي  کابو څلور زره یو سل پنځوس  په  روغتونونو کې بستري شوي  دي   له  دوي سره تر دې دمه په ایران کې په کروناویروس دککړو کسانو شمیر هم څلور میلیون درې لکه نهه اتیا زره  پنځه اتیا تنو ته زیات شوی  او تر دې دمه له دوي په درملنې پسې  هم درې میلون اوه لکه   اته سوه دیرش تنه ښه اوله روغتونونو هم رخصت شوي دي .  

د  هیوادونو دوروستیو احصایو په اساس ، کرونا وحشي ویروس   تر دې دمه په دنیا کې څه دپاسه  دوه سوه اوه میلیون  کسان ککړ کړي چې له دوي  څه دپاسه څلور میلیون درې لکه نهه پنځوس زره  ککړو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .