په ایران کې وحشي کرونا نور ۷۰۹ کسان قرباني کړل
په ایران کې تر دې دمه درویشت میلیون اوه لکه لس زره څلور سوه څلوردیرش ډ وزه کرونا واکسن هم خلکو ته پچکاري شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د روغتیائي چارو زوارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئیل ، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ککړو نورو اوه سوه نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ، چې له دوي سره په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک درې زره درې سوه اوه پنځوس تنو ته رسیدلی دی .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په تیرو شواروز کې په هیواد کې نور څلویښت زره شپږ سوه درویشت ککړ کسان پيژندل شوي چې له دوي سره په درست ایران کې دککړو کسانو شمیر څلور میلیون اوه لکه شپږ پنځوس زره درې سوه څلور نوي تنو ته زیات شوی او همداراز په درملنې پسې تر دې دمه درې میلیون نهه لکه درې نوي زره دوه سوه لس کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .
په دغه راپور کې دا هم وئيل شوي دي ، چې په ایران کې تر دې دمه درویشت میلیون اوه لکه لس زره څلور سوه څلوردیرش ډ وزه کرونا واکسن هم خلکو ته پچکاري شوي دي .