دښمن  د ایران د قواؤ ترمینځ  په اختلاف او درز پسې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i104732-دښمن_د_ایران_د_قواؤ_ترمینځ_په_اختلاف_او_درز_پسې_دی
 قالیباف زیاته کړې ، په  ملګرتیا او یو زړتوب  کې به د پارلیمان  خپلواکي وساتل شي  او  پارلیمان  د دچارو په سر کې دی  او د پارلیمان  په قانوني دندو عمل کول ددغه ملی اورګان  یوه مهمه دنده ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2021 00:25 Asia/Kabul
  •  دښمن  د ایران د قواؤ ترمینځ  په اختلاف او درز پسې دی

 قالیباف زیاته کړې ، په  ملګرتیا او یو زړتوب  کې به د پارلیمان  خپلواکي وساتل شي  او  پارلیمان  د دچارو په سر کې دی  او د پارلیمان  په قانوني دندو عمل کول ددغه ملی اورګان  یوه مهمه دنده ده .

 مجلس خبری اژانس راپور ورکړی ، د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  پرون ناوخته د اسلامی شورا  په څرګندې ناستې کې  په پارلیمان کې د وزیرانو دصلاحیّت  د ارزونې  دبهیر په باب د یوه استازي  څرګندونو ته په اشارې سره  ووئیل ،  په وروستیو میاشتو کې  او له انتخاباتو وروسته  او په  دغه پړاؤ کې  چې  کابینه معرفي شوي ، ځیني پټ او ښکاره  خبرونه   دا ټکی تائيدوي ، چې  ددغه هیواد او اسلامی انقلاب دښمنان  د قواؤ ترمینځ   داختلاف او درز په رامینځةکونې پسې  دي .

 قالیباف زیاته کړې ، په  ملګرتیا او یو زړتوب  کې به د پارلیمان  خپلواکي وساتل شي  او  پارلیمان  د دچارو په سر کې دی  او د پارلیمان  په قانوني دندو عمل کول ددغه ملی اورګان  یوه مهمه دنده ده .

 د قالیباف په وینا، د خلکو د ا ستازو په توګه ،د دوي اندیښنه او ورته پام پرته بل  هیڅ  نه لرو  او  اوس تر ټولو مهمه مسئله  د ولس سلامتیا او اقتصادي  اړتیاوې دي  او پارلیمان باید ډاډمن شي ، چې وړاندیزي وزیران  په دغو دواړو حوزو کې یعني  د سلامتیا او اقتصاد په حوزو کې  بریالی عمل کولی شي . د ایران د مجلس  مشر ټینګار وکړ، دا د  استازو دنده او د خلکو امیدونه دي او دا کار به په ملګرتیا او یوزړتوب سره  ترسره شي .