خطیب زاده:
ایران د خپلو تیلو د خرڅولو په فیصله کښې خپلواکه دی
خطیب زاده: په مختلفو هیوادونو کښې خپلو مشتریانو ته د ایران د سونګو د جوپو لیږل یوه حاکمیتي مسئله ده چې خپل تیل او سونګ په کومو مشتریانو او کومو هیوادونو وپلورو.
ایران د خپلو تیلو د خرڅولو په فیصله کښې خپلواکه دی
د ایران د خارجه وزارت ویاند لبنان ته د ایران د سونګو د جوپو د لیږد په هکله وویل: په مختلفو هیوادونو کښې خپلو مشتریانو ته د ایران د سونګو د جوپو لیږل یوه حاکمیتي مسئله ده چې خپل تیل او سونګ په کومو مشتریانو او کومو هیوادونو وپلورو.
سعید خطیب زاده نن په آنلاین خبري غونډه کښې د ایران پریس د خبریال په ځواب کښې څرګنده کړه: مونږ د خپل حاکمیت د اعمالولو په لړ کښې ډیر جدي یو او دا چاره ټولو ولیدله او فکر کوم پوه شي چې په دې برخه کښې روا تجارت د نړیوالو حقوقو ابتدايي جوتیا ده.
خطیب زاده په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې نور هیوادونه هم که د لبنان د مسائل کمولې شي نو یوه شیبه دې هم ځنډ ونه کړي، وویل: په لبنان باندې د خپلو سونګو د خرڅولو په هکله مو هم، هم دغه لاره غوره کړه او تر څو چې مشتري ولري او تقاضا وي تر هغې به دغه لاره او خرڅون دوام ولري.