Sep 02, 2021 15:10 Asia/Kabul
  • په ایران کې وحشي کرونا نور ۵۹۵کسان قربانی کړل

 په راپور کې وئيل شوي دي ،  په ایران کې تر دې  دمه  اته ویشت میلیون څلور لکه درې څلویښت زره ډوزه واکسن پیچکاري شوي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران دروغتیائي چارو وزارت  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي ،  په تیرو شواروز کې  پّ ایران کې   دکرونائي منحوس ویروس  له امله  نورو  پنځه سوه پنځه نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له دوي سره په  درست ایران کې تر دې دمه  د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک اته زره  نهه سوه  اته اتیا تنو ته زیات شوی دی .

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي ،په تیرو ۲۴ساعتونو کې دتشخیص  د نړیوالو معیارونو په اساس  په درست هیواد کې په کرونا نور دیرش زره دوه سوه اتیا ککړ کسان پیژندل شوي چې  له دوي سره په  ایران کې تر دې دمه د ککړو کسانو شمیر هم  پنځه میلیون  پنځه پنځوس  زره پنځه سوه تنو ته رسیدلی دی .

 په راپور کې وئيل شوي دي ،  په ایران کې تر دې  دمه  اته ویشت میلیون څلور لکه درې څلویښت زره ډوزه واکسن پیچکاري شوي دي .

 

ټیګونه