په ایران کې وحشي کرونا نور ۵۶۱کسان قرباني کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105144-په_ایران_کې_وحشي_کرونا_نور_۵۶۱کسان_قرباني_کړل
 د هیوادونو  د رسمي احصایو په اساس  کرونا منحوس ویروس تر دې دمه په نړۍ کې  څه دپاسه دوه سوه شل میلیون  کسان ککړ کړي  چې له  دوي  څه دپاسه څلور میلیون ، پنځه لکه  اته پنځوس زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 03, 2021 15:11 Asia/Kabul
  • په ایران کې وحشي کرونا نور ۵۶۱کسان قرباني کړل

 د هیوادونو  د رسمي احصایو په اساس  کرونا منحوس ویروس تر دې دمه په نړۍ کې  څه دپاسه دوه سوه شل میلیون  کسان ککړ کړي  چې له  دوي  څه دپاسه څلور میلیون ، پنځه لکه  اته پنځوس زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال  راپور راکړ ، دایران د روغتیائی چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئیل ،په تیرو شواروز کې  په ایران کې د وحشي کرونا ویروس باندې دککړتیا له امله  پنځه سوه یو شپیته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره تر دې دمه په ایران کې  د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک نهه زره  پنځه سوه  نهه څلویښت تنو ته زیات شوی دی .

همداراز په تیرو ۲۴ساعتونو کې په درست ایران کې  په کرونا نور  ا وه ویشت زره  شپږ سوه یو ویشت ککړ کسان پيژندل شوي چې  له دوي  څلور زره  یو شپیته کسان په روغتونونو کې بستري شوي  او  په درست هیواد کې د ککړو کسانو شمیر هم  پنځه میلیون  درې اتیا زره  یو سل دیرشو تنو ته زیات شوی  له دوي  په درملنې پسې  څلور میلیون  درې لکه دوه زره  لس کسان ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي.