ایران له جنګ او ترهه ګرۍ د پاک افغانستان غوښتونکې دې
ایران په افغانستان کې د اوسنی وضعیت د اسانیتا لپاره له دغه هیواد سره خپلې سرحدی لارې خلاصې پریږدی او تجارت ته به دوام ورکړی .
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د افغانستان له پخوانی ولسمشر کرزی سره په خبرو کې وویل ایران له جنګ او ترهه ګرۍ د پاک افغانستان غوښتونکې دې .
د ایران خارجه وزیر په دغو خبرو کې په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په هدف د ټولو ډلوترمینځ په خبرو اترو ولاړ حکومت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه افغانستان یوازې له دې لارې دوامداره سولې ته رسیدلې شی .
ده په دوام کې وویل ایران په افغانستان کې د اوسنی وضعیت د اسانیتا لپاره له دغه هیواد سره خپلې سرحدی لارې خلاصې پریږدی او تجارت ته به دوام ورکړی .
امیر عبداللهیان جوته کړه امریکا په تیرو دو لسیزو کې په افغانستان کې د اوسنیو ګډوډیوسبب او مسوله ده .
حامد کرزی هم په دغه ټیلی فونی تماس کې وویل د افغانستان مشران به له دغه وضعیت د تیریدا لپاره خپله ټوله هڅه کوی او اصلی هدف د افغانستان د خلکو د ارادې او غوښتنې تحقق دی .
هغه د اسلامی ایران د هلو ځلو قدرونه وکړه .