امیرعبداللهیان :
ایران لاهم په افغانستان کښې د هراړخیز حکومت د جوړیدو موضوع تعقیبوي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هیواد یې همهغه شان په افغانستان کښې د یو ټول شموله حکومت د جوړیدو موضوع تعقیبوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هیواد یې همهغه شان په افغانستان کښې د یو ټول شموله حکومت د جوړیدو موضوع تعقیبوي.
حسین امیر عبداللهیان نن د افغانستان د شپږو ګاونډي هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کښې وویل: ایران د ټولو قومونو په ګډون سره د افغانستان د ټول شموله حکومت جوړیدو ته هیله من دی او تمه لري چې طالبان خپلې کړې ژمنې پوره کړي.
هغه زیاته کړه: تجربې ښودلې ده چې د یواړخیز حکومت جوړول د تاریخ په اوږدو کښې د افغانستان د وضعیت له ښه کیدو او ثبات او کرارۍ سره مرسته نه ده کړې.
د ښاغلي امیر عبداللهیان په وینا، له خارجه وزیرانو تمه کیږي چې په یوه خوله د ټولو قومونو په ګډون سره د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدو اهمیت اعلان کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان وویل: په تیرو دوو لسیزو کښې د افغانستان د ګډوډي اصلي عامله امریکا ده او باید د افغانستان خلکو او د سیمې او نړۍ عامه افکارو ته ځواب ورکړي چې ولې یې په افغانستان کښې د شتون او نیواک په دوران کښې د نشه ایزدو موادو تولید او بهر ته یې قاچاق څو چنده زیات شو؟
هغه څرګنده کړه چې ترهګرۍ په افغانستان کښې وده وکړه او امریکایانو د نویو جوړښتونو په رامینځته کولو او حکومت جوړونې کښې یې هیڅ بریا نه ده لرلې.
د ایران خارجه وزیر څرګنده کړه: امریکایان ادعا کوي چې په افغانستان کښې یې ۲ اعشاریه ۶ ټریلیون ډالر لګولي دي خو نتیجه یې په دغه هیواد کښې له بې وزلۍ او ګډوډۍ پرته بل څه نه ده او البته چې د امریکې د دغه غلط سیاست ناوړه پایلو په ګاونډي هیوادونو اغیزه کړې ده.