ايران په تېره اونۍکښې ۱۴۰۰-۰۶-۲۰
د افغانستان د بدلونونو په خاطر د ايران، چين، پاکستان، ازبکستان، تاجېکستان او ترکمنستان په شمول د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو آنلائن غونډه د تهران په محوريت سره اوشوه.
د ايران د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان په خپل يو ټوئيټ کښې وليکل، په دغه غونډه کښې د افغان ټولنې د تنوع او ارادې د منعکس کؤنکي يو پراخ بنسټه حکومت په تشکيلولو تمرکز او د تاوتريخوالي په ځاے په خبرو اترو او بهرني مداخلت په ردولو تاکيد اوشو.
افغانستان د امريکې د مداخلت او نيواکګرۍ ښکار شوط او هغه څه چې په افغانستان کښې له شل کلن نيواکګرانه شتون څخه باقي پاتې دي، جنګ او ناامني ده. کله چې امريکې په افغانستان حمله وکړه او هغه يې قبضه کړ نو وعده يې وکړه چې يو ثبات لرونکے، سوکاله او ډېموکرېټک افغانستان به جوړ کړي؛ خو له لس کلنې قبضې او په تاريخ کښې په خپل ترټولو اوږد جنګ کښې له ګډونه وروسته امريکې په خپل اعلان کړې شوي ماموريت کښې ماتې اوخوړه او په له رسوائۍ نه په ډک شاتګ مجبوره شوه.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي په تهران کښې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قرېشي په وروستۍ کتنه کښې له افغانستان د امريکې وتل به افغانستان کښې د صلحې، امنيت او قرارۍ په لړ کښې د ټولو افغان قامونو او ډلو د روغې جوړې لپاره د عطف يو ټکے وبلۀ او د افغانستان په وړاندې د هر ډول قيّم مآبۍ پالېسۍ په ردولو سره يې وويل، د ګاونډيانو په شمول د نورو هېوادونو کردار هم پکار دے يوازې د ټولو افغان قامونو او ډلو په شتون سره د يو پراخ بنسټه او مشراکتي حکومت د جوړېدو اسانؤنکي وي.
په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير مجيد تخت روانچي هم د امنيت د شورا د تېرې هفتې د زيارت د ورځې په غونډه کښې په دغه هېواد کښې اوسنے حالت له هرڅه مخکښې په افغانستان کښې د امريکې او نورو بهرنيو هېوادونو د مداخلت او د هغوي غېر ذمه دارانه وتلو نېغ په نېغه نتيجه وبلله.
په ملګرو ملتو کښې د ايران دائمي استازي او سفير وويل، په افغانستان کښې د ميلينونو حاجتمنو خلقو د وړومبنيو ضرورتونو د پوره کېدو لازموالي ته په پام سره ايران د بندرونو، هوائي ډګرونو، رېل پټليو، سړکونو او پوله ايزو لاره په ذريعې سره دغه هېواد ته د انساندوستانه مرستو د انتقال اسانولو ته چمتو دے.
ايران له څلورو لسيزو نه د زياتې مودې په دوران کښې د ميلينونوافغان کډوالو کوربا ؤ او دے او له وروستي بحرانه وروسته لا زيات کډوال د ايران خاورېته راننوتلي دي. افغانستان په اوسنيو حالاتو کښې له خبرو اترو او روغې جوړې ته د ټولو قامونواو ډلوله رسېدو نه بغېر بله لار نه لري او په دغه ټاټوبي کښې به صلح او ارامښت يوازې د ټولو قامونو په مشارکت سره د يو پراخ بنسټه حکومت د تشکيل او د خلقو د رايو له لارې رامنځته شي.
د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس عمومي مدير رافائل ګروسي د تېرې هفتې د نهې په ورځ د يو رپوټ په خپرولو سره ادعا وکړه چې په ايران کښې د آژانس فعاليتونه ډېر کمزوري شوي دي.
دا ادعا په داسې حال کښې مطرح شوه چې د ايران اسلامي جمهوريت د برجام اېټمي موافقې برجام په اجرا کښې د اېټمي ژمنو په پوره کولو کښې د آژانس لپاره ډېرې زياتې او د اوچتۍ سطحې لاسرسائۍ برابرې کړې.
د آژانس د مشر لخوا مطرح شوې ادعا په داسې حالاتو کښې چې د برجام اېټمي موافقې خبرې اترې يوازې د امريکې د قول ماتونې او يواړخيزپالنۍ پخه وجه د پوره ختمېدو پولې ته رسېدلې دي د مسئلې د صورت د بدلولو په هدف سره د اژانس لخوا يو ډول پروپېګنډه ده.
د اېټمي موافقې مطابق د رضاکارانه اقداماتو په اودرولو کښې د ايران اقدام د بائيکاټونو د ختمولو او د ايران د ملت د ګټو د ساتلو لپاره دايران د اسلامي شورا د جرګې د تصويب شوي قانون په اجرا کښې ، د برجام اېټمي موافقېد ۲۶ او ۳۶ بندونو مطابق د ايران د حقوقو په بنياد او د غېر قانوني بنديزونو په ختمولوکښې په خپلو ژمنو د مقابلو خواو د نه پابندوالي په وجه بڼه ونيوه.
د ايټمي انرجۍ په نړيوال اژانس کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي او سفير کاظم غريب آبادي په يو ټوئيټ کښې له آژانس سره د متعلقو بدلونونو او د دې هفتې د حکامو د شورا د غونډې په باره کښې وليکل؛سياست ختونه، خپلواکي، بې طرفي او حرفه اي پالنه د آژانس د اعتبار د ساتنې او ورباندې د غړيو هېوادونو د اعتماد د جلبولو لپاره ځينې ضروري اصول دي.
هغه دا خبره په ګوته کړه چې د اېټمي انرجۍ نړيوال آژانس او د هغه د سياست جوړونې ادارې ځانونه د اېټمې تفاهم له برخليکه نه شي بيلولې. هر نارغانده اقدام به د خبرو اترو د بهير خنډ وي. البته هيله من يم چې د حکامو د شورا د راتلونکې هفتې په غونډه به عقلانيت واکمن شي.
د ايران لپاره دا خبره مهمه ده چې د اېټمي انرجۍ نړيوال آژانس دې په دريو اصولو يعنې بې طرفۍ، خپلواکۍ او حرفه اي پالنې په بنياد حرکت وکړي او د کنټرول د سېسټم په مسائلو کښې دې هم له خپلو معياري اصولو، جاجونو او خپلواکو قوانينو نه وراخوا عمل ونه کړي.
د تېرې هفتې چارشنبې د اېټمي آزمائنو د منعې له نړيوالې کليزې سره يې سمون خوړۀ. په دې مناسبت د عمومي اسمبلۍ د مشر او د بې وسلې کولو په چارو کښې د ملګرو ملتو د لوړرتبه استازي او د غړيو هېوادونو د دائمو استازيو په شتون سره يو لړ مراسم جوړ شول.
په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي مجيد تخت روانچي د اېټمي آزمائنو د منعې د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کښې د اېټمي آزمائنو د بشپړه منعې د لاسليکېو پينځويشتمې کليزې او د ژوند د چاپېريال د ساتنې او اېټمي آزمائنو قربانيانو په نمانځنه کښې د دغې نړيوالې ورځې اهميت ته په اشارې سره په دې لړ کښې د امريکې د حکومت په کردار نيوکه وکړه.
امريکې له ترسره شويو ټولو دوو زرو اېټمي آزمائنو څخهع يو زر شپږ پنځوس اېټمي آزمائنې په خپل نوم ثبت کړې دي او له نورو اېټمي هېوادونو سره په پرتله کښې يې ډېره زياته اندازه آيتمي آزمائنې ترسره کړي دي. د اېټمي وسلو د خپرولو د منعې د معاهدې شپږه ماده ټول هېوادونه د اېټمي بې وسلې کولو ته ژمنوي، خ په دغو ژمنو عمل نه کيږي او د ژمنو په دغه خلاف ورزۍ باندې څه څارنه هم موجوده نه ده.
په ملګرو ملتو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت دائمي استازي په دې زمينه کښې د اسرائيلو اېټمي او ډله ايزې وژلې وسلو ته په اشارې سره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې دغه رژيم دې له نوموړې معاهدې سره بې له څه قېدو شرطه يوځاے کېدو او په اېټمي تاسيساتو باندې د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د څارنې منلو لپاره مجبور کړي.
تخت روانچي د اېټمي وسلو د پراختيا د منعې د معاهدې له لازم الاجرائۍ څخه په هرکلي سره تاکيد وکړ، اېټمي بې وسلې کول پکار دے د نړيوال نظام په اېجنډا کښې باقي پاتې شي، ځکه چې يوازې اېټمي بې وسله کېدل او د دغو وسلو په بشپړه توګه تباه کول د هغو د نه استعمال لپاره ضمانت ورکونکي کېدې شي.
گوينده /
د ايران د فوځ د سمندري ځواک د اويا او پينځم سمندري بېړيو ډلې ماموريت ختم شو او دغه بېړۍ تېره هفته د ايران اوبو ته داخلې شوې.
په دغه ماموريت کښې سهند نومې بشپړه ايراني بېړۍ ويشتونکي مکران نومې بېړۍ په بحيرو او سمندرونو کښې له پينځه څلوېښت زره کيلوميټرو زياته لاره پلې کړه او په پوره اقتدار او کاميابۍ سره د هند او جنوبي او شمالي اطلس له بحيرو څخه تېرې شوې.
د ايران د فوځ د سمندري ځواک قوماندان اميرالبحر شهرام ايراني تېره هفته د سمندري ځواک د لاسته راوړنو په بيانولو سره وويل، د بنديزونو په حالت کښې م په دريو زمينو يعنې سطحې، تر سطحې لاندې او هوا کښې سټراټيجکو سازوسامانونو ته لاسرسائي پېدا کړه او هيله لروو چې ډېر زر به د بشپړه ايراني سمندري اينجړ د مخکتنې ليدونکي يوو.
د فوځ د سمندري ځواک قوماندان زياته کړه، بنديزونه او ګواښونه هيڅکله د ايرانيانو لار نه شي نيولې او د ايران خلقو تل په اقتدار او په خپلو توانمنيو باندې په تکيې سره خنډونه لرې کړي دي.
-------------