روسیې د ایران د اټومي خبرو د زر پیلیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105596-روسیې_د_ایران_د_اټومي_خبرو_د_زر_پیلیدا_غوښتنه_وکړه
فارس خبري اژانس راپور ورکړ په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف د اټومي تړون د احیا لپاره په ویانا کښې د خبرواترو د زر تر زره د له سره پیلولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2021 02:08 Asia/Kabul
  • روسیې د ایران د اټومي خبرو د زر پیلیدا غوښتنه وکړه

فارس خبري اژانس راپور ورکړ په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف د اټومي تړون د احیا لپاره په ویانا کښې د خبرواترو د زر تر زره د له سره پیلولو غوښتنه وکړه .

هغه په ټویټر پیغام کښې  اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسول د مرستیال انریکه مورا پیغام ته په ځواب کښې چې په ویانا کښې د اټومي خبرو اترو د زر تر زره د له سره پیلیدا په هکله یې خپور کړی و  وویل په دې هکله له اروپايې اتحادیې سره د ماسکو همفکره کیدل زمونږ د خوشحالۍ سبب دي .

اولیانوف دغه راز ایران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائیل ګروسي د سفر د نتیجو هرکلی وکړ .

د سیمې هیوادونه له افغانستان سره په خپلو سرحدونو کښې د امنیت په هکله اندیښمن دي چې ترهګر د افغانستان خاوره په نورو هیوادونو باندې د بریدونو ، د ترهګرۍ د پراخولو ، د کډوالو د نوي څپې د  رامینځته کولو ، د نشه ییزو موادو د قاچاق او د جرمونو د انتقال لپاره استعمالوي .

د روسیې د ملی امنیت شورا د مشر مرستیال دیمتیري میدودیف وايي چې د افغانستان په هغو ولایتونو کښې چې د مرکزي اسیا له هیوادونو سره ګډ سرحدونه لري د داعش ترهګرې ډلې په لسګونو زره غړي شته .