تهران ته د الکاظمي د سفر د اهميت علتونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105606-تهران_ته_د_الکاظمي_د_سفر_د_اهميت_علتونه
د عراق وزيراعظم مصطفی الکاظمي پرون د ستمبر په دولسمه تهران ته راغے او د ايران له ولسمشر، د پارلېمان له مشر او د ملي امنيت د عالي شورا له سېکتر سره يې کتنه او خبرې اترې وکړې.تهران ته د الکاظمي سفر له څو نظره اهميت لري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 13, 2021 15:00 Asia/Kabul
  • تهران ته د الکاظمي د سفر د اهميت علتونه

د عراق وزيراعظم مصطفی الکاظمي پرون د ستمبر په دولسمه تهران ته راغے او د ايران له ولسمشر، د پارلېمان له مشر او د ملي امنيت د عالي شورا له سېکتر سره يې کتنه او خبرې اترې وکړې.تهران ته د الکاظمي سفر له څو نظره اهميت لري.

وړومبے دا چې د سيد ابراهيم رئيسي په مشرۍ د ايران د ديالسم حکومت له کار شروع کولو وروسته مصطفی کاظمي وړومبنے لوررتبه بهرنے چارواکے دے چې تهران يې سفر وکړ. دغه سفر ښودنه کوي چې الکاظمي له ايران سره د تعلقاتو لپاره د اهميت قائل دے. په همدې لړ کښې الکاظمي له رئيسي سره له کتنې وروسته وويل: عراق د مختلفو خبرو اترو او تعلقاتو په پراختيا کښې د اسلامي جمهوريت له ټولو هلو ځولو څخه ملاتړ کوي.

دويم دا چې عراق او ايران د تعلقاتو د پراختيا لپاره ګډې ګټې لري. عراق هم له امنيتي او هم له اقتصادي لحاظه له ايران سره د تعلقاتو پراخول غواړي. که څه هم دعراق امنيتي اندېښنه له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۷ پورې کلونو سره په پرتله کښې سخته کمه شوې ده خو عراق هم هغه شان د ايران امنيتي ملاتړته ضرورت لري. له اقتصادي لحاظه هم په عراق کښې د ايران له بېښ بنائي پانګونې نه علاوه دغه هېواد د ايران د ګېسو او برېښنا صادراتو ته هم ضرورت لري. په دې وروستيو کښې هم عراق ته د ايران د ګېسو صادرات  د دغه هېواد د پورونو په وجه کم شوي دي. ويل کيږي چې دا موضوع له ايران سره د الکاظمي د خبرو اترو يوه موضوع وه. په عېن حال کښې د ايران اسلامي جمهوريت هم له عراق سره د اقتصادي تعلقاتو پراختيا ته مثبت نظر لري او حتی کوشش کوي چې د دواړو هېوادونو تجارتي اندازه په کال کښې له ديارلس ميليارډ ډالرو نه شل ميليارډ ډالرو ته اورسوي.

ايران او عراق د اقتصادي تعلقاتو د پراختيا لپاره د رېلوۍ په نښلولو تمرکز لري او له انرجۍ سره د له اړوندو مسائلو نه علاوه بصرې ته د شلمچې د رېل د پټلۍ او له عراق سره د ايران د رېلوے نېټ ورک  نښلولو په موضوع باندې په وروستي سفر کښې تاکيد اوشو.

له دغو موضوعاتو نه علاوه ايران او عراق په خپلو کښې سره مذهبي ملګرتياوې هم لري. په همدې لړ کښې د حسېني اربعين يا څلوېښتۍ او د ايراني زائرينو موضوع هم د الکاظمي په سفر کښې د ايران او عراق د چارواکو او خبرو اترو له محورونو څخه وه.

دريم دا چې عراق په دې وروستيو وختونو کښې په بغداد کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په شمول د نهو هېوادونوپه شتون سره له عراق څخه د ملاتړ د دريمې غونډې کوربا ؤ. عراق د سيمه ايزو اختلافاتو او تاوتريخوالو په کمولو تاکيد لري او کوشش کوي چې په دې لړ کښې د يو سيمه ايز دريمګړي په توګه  فعاليت وکړي. نو ځکه په اردن کښې د ايران پخوانے سفير احمد دستمالچيان باوري دے چې تهران تهد عراق د وزيراعظم سفر د بغداد د غونډې له لړ کښې جاجول کېدې شي. د عراق وزيراعظم د سيمې د هېوادونو د ختلافاتو د کمولو په فکر کښې دے او ايران هم له دې موضوع څخه هرکلے کوي.

نو له دې امله داسې ښکاري چې الکاظمي تهران ته په سفر کښې کېدې شي د سعودي لخوا يو پېغام هم لرلے وي. په دې وروستيو د سعودي د کورنيو چارو وزير عراق ته سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره يې کتنه او خبرېاترې وکړې. عراق تر اوسه د ايران او سعودي ترمېنځ د خبرو د خبرو د څو دورو کوربا ؤ. په همدې لړ کښې الکاظمي ته يوې نزدې سرچينې له دغه سفر نه مخکې وويل: تهران ته د الکاظمي په سفر کښې چې د عراق له وزيراعظم سره د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي وړومبنۍ کتنه به د ايران او سعودي ترمېنځ د تعلقاتو دوسيه وڅېړل شي.

څلورم دا چې د امريکې موضوع هم د ايران او عراق په تعلقاتو کښې تاثير لري او تل د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمېنځ د خبرو اترو يوه موضوع ده. له يوې خوا له عراق څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو موضوع د اهميت لرونکې ده او داسې ښکاري چې الکاظمي هم تهران ته په سفر کښې له عراق څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو يو رپوټ چې ټاکل شوې ده د روان ميلادي کال تر آخره پورې ترسره شي د ايران چارواکو ته ورکړے دے. له بلې خوا الکاظمي تل کوشش کړے چې د ايران او امريکې ترمېنځ مېنځګړيتوب وکړي چې کېدې شي دا هم له ايراني چارواکو سره د الکاظمي دخبرو اترو يوه موضوع وه. په همدې وجه ځينې شناندي باوري دي چې الکاظمي د ايران لپاره د امريکې لخوا د يوپېغام  لرونکے هم دے.

او وروستے ټکے دا دےچې تهران ته د الکاظمي سفر چې په دې وروستي کال کښې د هغه دويم سفر دے وښودله چې د مخالفينو هلو ځلو د بغداد او تهران په تعقاتو څه تاثير نه دے کړے او نه يوازې د دواړو هېوادونو تعلقات کمزوري شوي نهدي بلکه دواړو لوري د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا تاکيد لري.

-----