د ايران اېټمي پروګرام پکار نه دي په پټونې تورن شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105690-د_ايران_اېټمي_پروګرام_پکار_نه_دي_په_پټونې_تورن_شي
د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر وويل: د ايران صلح ايز اېټمي فعاليت پکار نه دے په پټونې تورن شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 15, 2021 10:46 Asia/Kabul
  • د ايران اېټمي پروګرام پکار نه دي په پټونې تورن شي

د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر وويل: د ايران صلح ايز اېټمي فعاليت پکار نه دے په پټونې تورن شي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد اسلامي د خبريالانو په ټول کښې د ملي امنيت او بهرني سياست د کمېشن د نننۍ غونډې ترڅنګه په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران اېټمي پروګرام صلح ايز دے او پکار دے په کامله توګه شفافيت د قوانينو مطابق او د سټراټيجک اقدام په قانون باندې په تاکيد سره مخ په وړاندې لاړ شي او اجازه ورنکړوو په دنيا کښې په پټونې باندې تورن شوو زياته کړه، سخت دښمنان د هېواد پرمختګ مخالف دي او دا چاره نه شي زغملې.

اسلامي وويل، لويديځوال د موافقې مطابق ژمن وو چې له ايران سره مرسته وکړي خو دغه ژمن عملي نه شوه ، هغه څه چې ايران په اېټمي زمينه کښې ترلاسه کړي دي د کورني تحقيق او پراختيا په بنياد دي او څوک دا چاره نه شي بندولې.

د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر د ايران په اېټمي فعاليت باندې څارونکو کېمرو په باره کښې هم وضاحت وکړ چې د اېټمي آژانس او د کنټرول د سېسټم د مقرراتو مطابق د آژانس کېمرې په اېټمي سائيټونو کښې موجودې دي او له اېټمي بهيرونو څخه د پوهې او اګاهۍ دا دوام  په ټوله نړۍ کښې ترسره کيږي، له هغو ژمنو نه علاوه  چې د کنټرول د سېسټم مطابق د ايران په غاړه دي او پکار دے شفافيت اوشي.

هغه زياته کړه، له برجامه متاثره يو شمېر کېمرې لګېدلې وې خو مقابل لورو په خپلوژمنو عمل ونه کړ نو ځکه نور ضرورت نه ؤ چې دغه کېمرې موجودې وي.

د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر ويانا ته د خپل سفر په باره کښې وويل، په راتلونکې هفته کښې د اېټمي انرجۍ د ادارې عمومي غونډه کيږي او مونږ به پکښې ګډون کوو.