د اميرآباد بندر له اورېشيا سره د ايران اقتصادي پل جوړيږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i105720-د_اميرآباد_بندر_له_اورېشيا_سره_د_ايران_اقتصادي_پل_جوړيږي
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر د اورېشيا تجارتي مبادلاتو د پراختيا په بهير کښې د ايران د شمال د مازندران صوبې د بهشهر د اميرآباد خاص اقتصادي بندر د ظرفيت څخه د ګټې اوچتولو په لازموالي باندې تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2021 07:45 Asia/Kabul
  • د اميرآباد بندر له اورېشيا سره د ايران اقتصادي پل جوړيږي

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر د اورېشيا تجارتي مبادلاتو د پراختيا په بهير کښې د ايران د شمال د مازندران صوبې د بهشهر د اميرآباد خاص اقتصادي بندر د ظرفيت څخه د ګټې اوچتولو په لازموالي باندې تاکيد وکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد باقر قاليباف نن د اميرآباد خاص اقتصادي بندر څخه د کتنې په موقع اورېشيا اتحاديې ته د ايران د داخلېدو د دروازې په توګه د دغه بندر انتخاب ته په اشارې سره وويل، د امير آباد بندر له ظرفيت څخه په ګټې اوچتولو سره د کېسپيئن سمندر د غاړې له هېوادونو سره د ايران د اقتصادي مبادلاتو اندازه زياتيږي.

هغه د اسلامي شورا د جرګې په پالېسۍ کښې د اقتصادي تعلقاتو په اهميت باندې په تاکيد سره زياته کړه، جرګه به له مهمو اقتصادي قابليتونو څخه استفاده وکړي.

د اسلامي شورا د جرګې مشر بندرونه د ايران اقتصادي شه رګونه وبلل او زياته يې کړه، د بندرونو او سترو اقتصادي مرکزونود مشکلاتو هوارې ملي او انقلابي ارادې ته ضرورت لري.