د ایران پوځي مانورې د سیمې د هیوادونو لپاره ګواښ نه دی
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر علیرضا تنګسري ټینګار وکړ د ایران د وسله والو ځواکونو پوځي مانورې د سیمې د هیوادونو لپاره ګواښ نه دی .
هغه له العالم ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو پوځي مانورې د سیمې د هیوادونو لپاره ګواښ نه و او نه دی خو په داسې بڼه کښې که چیرې څوک ایران ته ګواښ وکړي ګواښ ته په ګواښ سره ځواب ورکوو .
د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر علیرضا تنګسري وویل د هرمز اوبلارې د امنیت تامینول د ایران او د دوست او ورور هیواد عمان پرغاړه دي .
هغه وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو پوځي مانورې رسما او منطقا له سیمې د ورهاخوا هیوادونو او د قدس د نیواکګر رژیم لپاره دي چې په سیمه کښې یې شتون پیدا کړی دی .