امریکایي او اروپایي چارواکو ته د ایران د تېلو د وزیر سپارښتنې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i106482-امریکایي_او_اروپایي_چارواکو_ته_د_ایران_د_تېلو_د_وزیر_سپارښتنې
د ایران د اسلامي جمهوریت د تېلو وزیر اروپایي او امریکایي چارواکو ته په خطاب کې وویل: په ایران باندې لګېدلي بندیزونه لیري کړئ تر څو په نړۍ کې د انرجیو بحران هواره شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2021 02:32 Asia/Kabul
  • امریکایي او اروپایي چارواکو ته د ایران د تېلو د وزیر سپارښتنې

د ایران د اسلامي جمهوریت د تېلو وزیر اروپایي او امریکایي چارواکو ته په خطاب کې وویل: په ایران باندې لګېدلي بندیزونه لیري کړئ تر څو په نړۍ کې د انرجیو بحران هواره شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د تېلو وزیر جواد اوجی د اوپک تر غونډي ووروسته رسنیو ته وویل: ایران چمتووالي لري چي په ډېره کمه موده کې په نړۍ کې د انرجیو رامینځ ته شوی کړکېچ هواره کړي، اروپایي او امریکایي چارواکو ته زما سپارښتنه دا ده چي د اوسني ستونزو سبق واخلي او د رامینځ ته شوې کړکېچ د حل په موخه په ایران باندې لکېدلي بندیزونه لیري کړي.

اوجي په نړۍ کې د انرجیو د نه شتون بحران ته په اشارې سره وویل: په امریکا او اکثرو اروپایي هیوادونو کې خلګ د تېلو د نه شتون او په اروپا کې د ګازو د بیي له څو چنده کېدو څخه اندېښمن شوي.

هغه په ایران باندې لګېدلي بندیزونو ته په اشارې سره وویل: د امریکې او د اروپایي هیوادونو ولسونه په داسي حال کې د تېلو له کمښت څخه ځوریږي چي حکومتونه په ایران باندې چي د نړۍ د تېلو له لویو صادرونکو څخه بلل کیږي ظالمانه بندیزونه لګولي دي.

د ایران د تیلو وزیر زیاته کړه: اوسني شرایط ښیي چي د دغه ظالمانه او یو اړخیزو سیاستونو زیان یوازې ایران ته نه رسیږي بلکي د نړۍ د نورو هیوادونو ولسونه هم د دغو غیر منطقي بندیزونو تاوان ورکوي، که دغه بندیزونه لیري نه کړای شي نو د نړۍ په خلګو تر دې هم زیات لګښتونه وتپل شي.

هغه یو ځلي بیا ټینګار وکړه چي ایران د تېلو په تولید کې د زیاتوالې لپاره چمتووالي لري او د بندیزونو د لیري کېدو په صورت کې کولایشو په پراخه پیمانه او کښته قیمت باندې د نړۍ د خلګو د انرجیو ضرورت پوره کړي.