ماسکوته د ایران دخارجه وزیر سفر او ددغه سفر سټراټژيک اهمیّت
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر پرون ناوخته دیوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ د روسیې د خارجه وزیر په رسمي بلنې سره ماسکوته تللی نن ئې سټراټژيکې خبرې اترې کړي دي .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه سفر کې پر دوو اړخیزو اړیکو او ترټولو مهمو سیمه ایزو بدلونونو سربیره د روسيې له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته هم کوي .
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي ، چې په افغانستان او د جنوبي قفقاز سیمې کې روان بدلونونو دګډو ګواښونو په مقابل کې د ډله ایزو ګټو د ساتنې او له ترهه ګرۍ او نیواکګرۍ سره دمقابلې لپاره دسټراټژيکو ملګرتیاؤ په چوکاټ کې د ایران او روسیې د مشورو ضرورت دوه چنده کړی دی .
د سیمې د امنیت او ثبات په ساتنې کې د فعالو او اغیزشیندونکو هیوادونو په توګه ایران او روسیه،د دوو اړخیزو ،سیمه ایزو او نړیوالو ډيرو مسئلو او موضوعګانو په باب دملګرتیا او څو اړخیز پالنې د پیاوړتیا کلک هوډ لري او په ماسکو کې نننۍ خبرې اترې هم دهمدې هدف لپاره دي .
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر ، ماسکو په رسیدا سره دخبریالانو په ټو ل کې یادونه وکړه ، د روسیې له چارواکو د ایران تمه دا ده چې په سیمیې د پولو دهرډول احتمالي بدلون او په سیمې کې د صهیونیسټ رژيم دخوځښتونو او د ترهه ګرو د شتون په نسبت چې په سیمې کې د سولې او ثبات او امنیت په ضد دي ، حساس ووسي .
نو ځکه د ایران او روسیې دسټراټژيکو اړیکو د اهمیّت یو بل اړخ د امریکا د یواړخیز پال کړچار سره په مقابلې ددغو اړیکو اغیزشیندنه ده . په لویدیځي آسیا کې د امریکا پوځي لاسوهنې ، په سیمې کې د ناکراریو او بې ثباتیو لامل شوي دي . د ایران او روسیې ګډه سټراټيژي، دلویدیځ د یواړخیز پال کړچار په وړاندې دڅو اړخیز پالنې پیاوړتیا او پراختیا ده . اوس په لویدیځي آسیا سیمې کې پوځي معادلات او امنیتی شرائط بدل شوي دي او له افغانستانه د امریکائي پوځیانو بې ننګه او بې شرمه وتل ، ددغه بدلون یوه نښه ده . په دغه بهیر کې د امریکا له لاسوهنې د سیمې د ملتونو د بیزارۍ ، د امریکادپوځي قدرت ځوړتیا او د ایران ، روسیې او چین په څير د خپلواکه او قدرتمنو هیوادونو په ګډون سره د سیمه ایزو داخلی امنیتی او دفاعي ملګرتیاؤ پیاوړتیا ،رول درلودلی دی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په همداوروستیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر ابراهیم ریئسی سره په ټيلیفوني خبرو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې له ایران سره داړیکو پراختیا د روسیې لپاره له ډير اهمیّته برخمنه ده ، ووئیل ، د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د جامع تړون دترسره کیدا د وړاندیز هرکلی او ملاتړ کوي .
په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د روسیې رول او په سوله ایزو ایزو ایټمي پروګرامونو کې ګډون ،د شمال جنوب د کریډور په نامې سره د تجارتي لارې په پراختیا کې د ایران او روسیې دملګرتیاؤ ترڅنګ د شانګهائي ملګرتیاموسیسې،او اورآسیاپه اقتصادي اتحادئې کې د ایران دایمي غړیتوب،هغه زمینې دي چې د دوو او څو اړخیزو اقتصادي ملګرتیاؤ د پراختیا زمینه ئې برابره کړې ده .
د اړیکو دغه سویه ایجابوي،دواړه لوري د ګډو ګواښونوپه وړاندې د امنیتی پیوستون او له درستو اقتصادي او سیاسی ظرفیّتونو څخه د سسټماټیکې استفادې لپاره دوامدارې مشورې وکړي .
ماسکو ته د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر د سفر اهمیّت او د روسیې له چارواکو سره له سټراټژيکو خبرواترو څخه د تهران تمې د همدغو موخو لپاره وارزول شي .