ایران ایټمي موافقې ته د لورو دژمنتیاؤ په اساس ژمن دی
د ایران دفاعي توغندوي توان ، د نړیوالو ژمنتیاؤ په اساس او دمسلمو حقوقو په چوکاټ کې تعقیب شوی دی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، په ملګروملتو کې د ایران دایمي سفیر او استازي مجید تخت روانچي په یولړ څرګندونو کې ووئيل جامعې نړیوالې ایټمي موافقې اجرا ته ژمن دی ، په دې شرط چې دنړیوالې ایټمي موافقې نور لوري هم خپلې ژمنې ترسره کړي او درست ناعادلانه بندیزونه په چټکۍ سره لغوه او تائيدیه هم رابرسیره شي .
مجید تخت روانچي بیګا د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ د شپږ اویایمې ناستې د نړیوال امنیت او د وسلو دبندیز په کمیټې کې پخپلې وینا کې د ایران دتوغندوي توانمنیو او جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د ځينو پلاؤ نظرونو ته په ځواب کې روښانه کړې ، جامعه نړیواله ایټمي موافقې په باب نه انکاریدونکی واقعیّت دا دی چې په داسې حال کې چې ایران خپلو اړونده درستو ژمنو ته پابند دی ، درو اروپائي هیوادونو او امریکا خپلې ژمنې نه دي اجرا کړي .
تخت روانچي زیاته کړې ،د ایران دفاعي توغندوي توان ، د نړیوالو ژمنتیاؤ په اساس او دمسلمو حقوقو په چوکاټ کې تعقیب شوی دی .
هغه دنوو ګواښونو راپنځیدا او کرغیړنو امنیتي ګواښونو ته په اشارې سره ووئیل ، چې په دغو حالاتو کې ، نړیواله سوله او امنیت لا خړپړ شوی او ۲۰۲۰کال د نه اټکل شوو پيښو او د مصنوعي هوش د وسلوال کیدا دوام او د سایبری فضا او له فضا ورآخوا فضا په څير د پيښو شاهد ؤ. روانچي ټينګار کړی ، د سټراټژيک ثبات پر شتون ددلالت کونکو څرګندونو په اپوټه ، دغه سټراټژيک سیالس د هغو سترو قدرتونو ترمینځ دي چې ماډرنزم ا و دلازیاتو ایټمي وسلو سیالیو ته لمن وهي .